تازه خبرونه
اسلامي امارت د دوحې په ناسته کې پر معنا داره ګډون ټینګار لري – متقي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ویلي؛ اسلامي امارت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر ملاتړ د دوحې په درېیمه ناسته کې د معنا داره ګډون غوښتونکی دی.
امیرخان متقي دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسون سره په کتنه کې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ امیر خان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاست او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې رزماري این ډي کارلو سره د ترسره شویو ګټورو خبرو په رڼا کې ویلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون د ارزونې په حال کې دی، چې له پایلو وروسته به په دې اړه وروستی دریځ اعلان شي.
هغه ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت پالیسي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متوازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده او د دوحې په درېیمه ناسته کې د معناداره ګډون غوښتونکي دي، چې پایله یې د افغان ولس او هېواد د سوکالۍ سبب شي.
متقي ويلي، چې افغانستان له ۴۵ کلنې جګړې او بربادۍ وروسته اوس په بېلابېلو برخو کې د پام وړ مثبتې لاسته راوړنې لري.
ټوماس نیکلاسون د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون پر اهمیت ټینګار کړی او څرګندوي، چې په دې غونډه کې به پر مهمو مسایلو خبرې وشي.
نوموړي له متقي سره د لیدنې په اړه خپل نظرونه هم شریک کړل.
ټاکل شوې د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه د جون پر دېرشمه جوړه شي.
د افغانستان اسلامي امارت د کنفرانس په تېر پړاو کې پخپلو غوښتنو د ټینګار له کبله له ګډون ډډه کړې وه.
