تازه خبرونه
اسلامي امارت د دیني عالمانو د علمي رتبو د ټاکلو لپاره د اسنادو ارزولو سپارښتنه وکړه
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې، چې نن سې شنبه د لړم ۴ د کابینې په غونډ ه کې سپارښتنه شوې، چې د دیني عالمانو د علمي رتبو د ټاکلو لپاره دې د دوی اړوند اسناد وارزول شي.
په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت لومړي وزير ملا محمد حسن آخوند د ديني عالمانو د علمي رتبو د ټاکلو او د هغوى د ښوونیزو اسنادو د ارزونې طرحه تصويب کړه.
ملا محمد حسن آخوند ټینګار کړی، چې د دیني عالمانو اسناد باید و ارزول شي او د هغوی علمي رتبې دې ځانګړې او مشخصې شي.
دغه راز په دې غونډه کې د هغو شرکتونو د ستونزو د حل لپاره د اسلامي امارت له لوري یو پلاوی وګومارل شو، چې د هېواد په بانکونو کې یې پیسې کنګل دي.
د برښنایي تذکرو د وېش بهیر دوام، د وګړیو د احوالو ثبتولو د پلان چمتو کول، د معتادینو ستونزې، د بهرنیو مرستو سالم مدیریت او د ټاپي پروژې په اړه په دې ناسته کې خبرې او بحثونه وشول.
