تازه خبرونه
اسلامي امارت د روسیې، چین، پاکستان او ایران له وروستیو دریځونو هرکلی وکړ
فطرت د شنبې پر ورځ ( د تلې اوومه ) په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې اسلامي امارت د خبرو او مذاکرې له لارې د ستونزو پر اواري باور لري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د افغانستان په اړه د روسیې، چین، پاکستان او ایران د چارواکو له څرګندونو هرکلی وکړ.
فطرت د شنبې پر ورځ ( د تلې اوومه ) په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې اسلامي امارت د خبرو او مذاکرې له لارې د ستونزو پر اواري باور لري.
هغه زیاته کړې؛ حقیقت دا دی، چې د هېوادونو ترمنځ سیاسي خبرې اترې مثبتو سیاسي تعاملاتو او اړیکو ته لار اواروي.
حمدالله فطرت ویلي: مونږ د خبرو له لارې پر رغنده سیاسي تعاملاتو باور لرو. لکه څنګه، چې مونږ د سیمې له هېوادونو سره مثبتې اړیکې لرو؛ همداسې د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړو.
د روسیې، چین، ایران د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان دفاع وزیر د ملګرو ملتونو د نههاویایمې سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو لورو د افغانستان په اړه خپلې تګلارې پرتله کړې او ټینګار څرګند شو، چې له اوسنیو افغان چارواکو سره د باعزته خبرو او اړیکو له رامنځته کولو پرته بل بدیل نشته.