تازه خبرونه
اسلامي امارت د عمران خان د خبرو په غبرګون کې پخپل بشري ځواک ټینګار څرګند کړ
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر د سپارښتنې په غبرګون کې، چې افغانستان ته به بشري ځواک ولېږي؛ بي بي سي ته ویلي: له پاکستان منندوی دی، خو بهرني بشري ځواک ته اړتیا نه لیدل کیږي.
مجاهد له بي بي سي سره په یوه غږیزه مرکه کې، چې پرون (شنبه د مرغومي ۲۵) خپره شوې؛ مجاهد ويلي، چې په افغانستان کې پوره لوستي کدرونه شته.
ذبیح الله مجاهد په هغو غږیزو څرګندونو کې، چې د قطر د سیاسي دفتر د ویاند محمد نعیم وردګ لخوا خپور شوی ويلي: په وزارتونو کې د کار کولو لپاره پوره لوستي ځوانان شته او بهرنيو افرادو ته اړتیا نلرو.
هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې هېوادونه کولی شي د اړتیا په صورت کې له بهر څخه کدرونه راوغواړي؛ خو د الله پاک شکر دی، چې افغانستان له کدري بډاینې برخمن هېواد دی.
مجاهدينو په ډاګه کړې، چې په اقتصادي، سوداګريزو او مالي برخو کې همکاري مني.
هغه دا هم ويلي، چې په افغانستان کې ځينې بانکي ستونزې شته، چې مرستې ته اړتيا لري.
د دغه غږیز پیغام په یوه برخه کې ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې بېلابېلو هېوادونو مشرانو د بشري سرچینو د لېږلو وړاندیزونه کړی، چې عمران خان هم یو له هغو دی.
د عمران خان څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله فیسبوک پاڼه کې د پاکستان د حکومت له پرېکړې ستاینه وکړه؛ خو څرګندوي، چې په افغانستان کې بهرنيو کارکونکيو ته اړتیا نشته.