تازه خبرونه

اسلامي امارت د غزې پر روغتون د اسرائیلو د خونړي برید غندنه وکړه

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر ایکس پاڼه لیکلي؛ د اسرائیلي ځواکونو لهخوا په غزه کې د المعمداني شفاخانې بمبارد پر تر ټولو کلکو ټکو غندو او دغه کړنه يې د انسانیت پر وړاندې ستر وحشت او جنايت بولو.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت د ټولي نړۍ له ولسونو او حکومتونو، د بشري حقوقو مدافعو ټولنو، ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو ټولنې غوښتي، چې هرڅه ژر د اسرائیلو د هوایي ګوزارونو مخه ونیسي او یوازې پر غندنو بسنه ونه‌کړي.

نوموړي ټینګار کړی؛ که د روانې جګړې مخه ونه‌نیول شي، نو کیدای شي د سیمې وضعیت نور هم ترینګلی او داسې غبرګونونه رامنځته کړي، چې له څارنې به وتلي وي او ټوله سیمه او نړۍ به زیانمنه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسرائیلو له بریدونو د ځینو هېوادونو ښکاره ملاتړ او د ځینو خاموشي پر غزې مرګونو او خونړیو بریدونو ته زمینه برابره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې فلسطیني چارواکو څرګنده کړې؛ د سې شنبې پر ورځ پر المحمداني روغتون د اسرائیلو په برید کې له زرګونه کسانو څخه، چې په دې روغتون کې یې پنا اخیستې وه؛ لږ تر لږه ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version