تازه خبرونه
اسلامي امارت د لیبیا د ویجاړوونکیو سیلابونو له کبله خپله خواخوږي څرګنده کړه
(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۴۰۲)
د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ( د وږي ۲۱ ) په یوه اعلامیه کې د لیبیا له خلکو او حکومت سره په دې هېواد کې د ویجاړوونکیو سیلابونو له کبله، چې زرګونه خلک یې مړه، ټپیان او لادرکه کړي؛ خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي؛ مړو شویو کسانو ته د جنت، ټپیانو ته د بېړنۍ او بشپړې روغتیا او غمجنو کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.
یاد وزارت ویلي؛ اسلامي امارت هیله لري، چې د لیبیا خلک او حکومت پر ګډو هڅو، سیمهییز او نړیوال پیوستون دا ستونزې حل او د قربانیانو وضعیت په چټکۍ سره ښه کړي.