تازه خبرونه
اسلامي امارت د مسکو په اړه مثبت نظر لري – روسيه
اورچوک ټینګار کړی، چې د روسیې د لوی څارنوال دفتر د هېواد د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په لټه کې دی.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک ويلي، چې اسلامي امارت د روسیې په اړه مثبت نظر لري.
نوموړي ویلي، چې له موجوده ننګونو سره- سره روسیه له افغانستان سره د ژورې اړیکې لپاره فرصت ویني.
د روسيې دې چارواکي ایزویستیا ورځپاڼې ته ویلي، چې د افغانستان واکمنان د روسیې په اړه مثبت چلند لري او د اقتصادي اړیکو پراختیا ته ډېره لېوالتیا لري.
هغه زیاته کړې، چې د هېواد د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت لرې کول به د افغانستان له اقتصادي ظرفیت څخه د ګټې اخیستنې لپاره یو فرصت دی.
هغه وایي: “افغانستان ډېرې ستونزې لري؛ خو دا وړتیا هم لري، چې زمونږ په تمه دي. مونږ له افغانانو سره اړیکې لرلي. دوی غواړي پرمختګ وکړي او په سوله کې ژوند وکړي. دوی د روسیې په اړه مثبت نظر لري او د اقتصادي اړیکو پراختیا ته ډېره لېوالتیا لري. سربېره پر دې که د منع شویو ډلو له نوملړه څخه د طالبانو د ایستلو پرېکړه وشي؛ نو له دې هېواد سره به د اړیکو لپاره غوره فرصتونه پرانستل شي.”
اورچوک ټینګار کړی، چې د روسیې د لوی څارنوال دفتر د هېواد د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په لټه کې دی.
له دې مخکې اسلامي امارت له روسیې سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د ښهوالي په برخه کې له پرمختګ هرکلی کړی او د نږدې اړیکو غوښتنه یې کړې وه.
مخکې له دې د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی و، چې مسکو غواړي د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې د روسیې او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه کاري ډله جوړه کړي.
کابلوف ویلي وه، چې دا ډله به د اقتصادي همکاریو د بین الحکومتي کمیسیون ځای ونیسي؛ ځکه، چې اسلامي امارت لا تر اوسه پر رسمیت پېژندل شوی ندی.