تازه خبرونه

اسلامي امارت د مطبوعاتو پر آزادۍ باور لري – مجاهد

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۴, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت ویاند څرګنده کړې؛ اوسنی نظام د مطبوعاتو پر آزادۍ باور لري او له هغو رسنیو ملاتړ کوي، چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکات کې د ملي ګټو لپاره خپرونې لري او له پروپاګنده ډډه کوي.

ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونې نن (یکشنبه د سلواغې ۲۳ ) د لوړو زده‌کړو وزارت په دیني او علمي سیمینار کې کړې دي.

ذبیح الله مجاهد وایي: که اسلامي اصول، ملي ګټې په نظر کې ونیسو، له افواهاتو ډډه وکړو او ناسمو تبلیغاتو مخه ونیسو؛ نظام په کلکه د مطبوعاتو او رسنیو پلوي دی او که رسنۍ په همدې چوکات کې فعالیت وکړي، کومه ستونزه به نه وي او ملاتړ یې کیږي او دا هېوادنۍ رسنۍ دي.

مجاهد په ډاګه کړې؛ له اسلامي اصولو سره سم مسوولین مکلف دي، چې د خلکو پوښتنې پر ورین تندې ځواب او د هغوی پر وړاندې له سخت دریځه کار وانخلي.

 مجاهد زیاته کړې: د نظام چارواکي دې هم زغم او  صبر ولري؛ نیوکې دې پر ورین تندي او صبر واوري. که رښتیا نه وي؛ باید ځواب ورکړي او که رښتیا وي، باید اصلاحاتو رامنځته کړي. دا له نظام سره د ټولنې همکاري ده. کله، چې دا همکاري د رسنیو لخوا راټوله شي؛ مونږ کولی شو یو پرمختللی او باثباته هېواد ولرو.

نوموړي د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د رسنيو پر بې پریتوب ټينګار وکړ او وايي، چې رسنۍ بايد د دولت او خلکو ترمنځ د پله په توګه کار وکړي، چې پر رسنيو باور زيات شي او واکمنان د خلکو ستونزو ته لاسرسی ومومي.

مجاهد وایي: د رسنیو مسوولیت دا دی، چې د نظام او ولس ترمنځ بې طرفه وي او د هیڅ لوري پر وړاندې دریځ ونه‌نیسي. کله، چې دوی پر نظام نیوکه کوي یا د نظام په اړه کوم اعتراض یا پوښتنه لري؛ باید له درېیمې زاویې یې راپورته کړي او خپله یې پر وړاندې دریځ ونه‌نیسي. خپل ځان پخپله هدف ونه‌ګرزوي. کله، چې رسنۍ درېیم‌ګړی شي، نظام هم پر رسنیو باور کوي.

د اسلامي امارت ویاند همداراز ویلي؛ ملي یووالی او له نړۍ سره د اړیکو ټینګول د افغانستان د ملي ګټو برخه ده او مطبوعات اړ دي، چې په هېواد کې ملي یووالی ټینګ کړي؛ کرکې او نفاق ته اجازه ورنکړي.

هغه په ډاګه کړې، چې رسنۍ د نړۍ په هیڅ ځای کې مطلقه آزادي نه‌لري او د قوانینو تابع دي. افغانستان د اسلامي نظام لرونکی دی او اسلامي نظام هم خپل اخلاقي چوکات لري، چې رسنۍ په کې شاملې دي.

Trending

Exit mobile version