تازه خبرونه

اسلامي امارت د منفي تبلیغاتو له څپو سره مخ دی – د اسلامي امارت رهبر

د اسلامي امارت رهبر په خپله وینا کې له هر ډول اختلاف او دښمنۍ څخه پر ډډه کولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د رژیم بقا په قوت او یووالي کې ده.

Published

on

Last Updated on: وری ۱۳, ۱۴۰۴

په کندهار کې د اختر لمونځ د اسلامي امارت د رهبر پر امامت او د زرګونو خلکو په شتون کې ادا شو.

د اسلامي امارت رهبر په خپله وینا کې له هر ډول اختلاف او دښمنۍ څخه پر ډډه کولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د رژیم بقا په قوت او یووالي کې ده.

شیخ هبة‌الله اخوندزاده زیاته کړې؛ اسلامي امارت د منفي تبلیغاتو له څپو سره مخ دی او دښمنان پدې تبلیغاتو غواړي، چې په هېواد کې بیا جګړه او شخړه پیل شي.

نوموړی وايي، چې اختلافات د مسلمانانو د ناکامۍ او د نظامونو د ماتې لامل کیږي.

د اسلامي امارت رهبر ویلي، چې دوی د جهاد د بریا لپاره شل کاله وینه ورکړې او د دې نظام ساتنه ډېرو قربانیو ته اړتیا لري.

د اسلامي امارت رهبر له خلکو، د اسلامي امارت له ځواکونو او چارواکو څخه غواړي، چې د رهبر د امرونو اطاعت وکړيګ ځکه په تېرو وختونو کې د رهبر نشتون د کورنۍ جګړې لامل شوی او دا تجربه باید بیا تکرار نشي.

Trending

Exit mobile version