تازه خبرونه

اسلامي امارت د ټولو افغانانو حقونو ته ژمن دی

Published

on

په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیالې د بشري او ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو سره لیدلي دي.

د یوناما مرستیالې مته نودسن ویلي؛ د بشر حقونه دې هیڅکله نه محدودیږيو طالبان( اسلامي امارت ) مسوولیت لري، چې په افغانستان کې د هر وګړي لپاره بشري حقونه تضمین، ډاډمن او خوندي کړي.

په کابل کې د ښځو د حقونو یو شمېر هڅاندو میرمنو ويلي؛ دا مهال د ښځو په اړه تر نورو ډېر قضاوت کېږي او حقونه یې تر ډېره ورنه اخیستل شوي دي.

د ښځو د حقونو هڅانده ترانه ادیب وایي؛ ښځې د زدکړو او تحصیل حق نلري؛ نن د ښځو لپاره حکومت د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي او ورځ تر بلې یې بې برخې او څنډې ته کیږي. ښځې نن د کار او سپورټ حق نلري.   

اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني څرګنده کړې؛ اسلامي امارت د هېواد د ټولو وګړیو د حقونو ورکړې ته ژمن دی او ډېر ژر به ښځو ته تر لوړې کچې د زدکړو زمینه برابره او د هېچا حق به تر پښو لاندې نشي او د ټولو وګړیو شرعي او بنسټیز حقونه به خوندي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

 

Trending

Exit mobile version