تازه خبرونه

اسلامي امارت د پخواني حکومت د اړوند کسانو د وژلو او ځورولو په اړه د یوناما راپور رد کړ

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳۱, ۱۴۰۲)

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما په یوه راپور کې ادعا کړې، چې د واکمنو له‌خوا د پخواني نظام د اړوند چارواکو او ځواکونو پر وړاندې له بشري حقونو څخه د ښکاره سرغړونو سلګونه قضیې ثبت شوې دي.

یوناما ادعا کړې، چې د ۲۰۲۱ ز. کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۳ ز. کال د جون تر ۳۰ پورې یې د وژنو، خپلسرو نیونو، ځورونو، ناوړه چلند او له پخواني حکومت سره د تړلیو کسانو او ځواکونو د ورکېدو اته سوه پېښې ثبت کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې فیونا فریزر ویلي: د ۲۰۲۱ ز. کال له اګست وروسته نویو واکمنانو عمومي بښنه اعلان کړه؛ خو یوناما د قتل، خپلسرو نیولو، ځورونو، ناوړه چلند او ورکېدو اته سوه پېښې ثبت کړې دي. مونږ له واکمنو چارواکو څخه غوښتنه کړې، چې د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې د بشري حقونو د نورو زیاتو سرغړونو په مخنیوي او د عاملینو په محاکمه کولو سره خپل مکلفیتونه او مسوولیتونه مراعات کړي.

دا راپور په کابل او نورو ولایتونو کې له سلګونو هغو کسانو سره د مرکو له لارې مستند شوی، چې په دې موده کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.

پر وژلو سربېره، وهل ټکول، لفظي ګواښونه او د تېر حکومت له غړیو سره ناوړه چلند هغه پېښې دي، چې په دې راپور کې پرې بحث شوی دی.

یوناما له واکمنو چارواکو غوښتي، چې د بخښنې شرایط روښانه کړي او د بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو په اړه د باور وړ څېړنې ترسره کړي.

د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا وایي: په داسې حال کې، چې د ۲۰۲۱ ز.کال په اګست کې د طالبانو (اسلامي امارت) لخوا د عمومي بښنې اعلان یو ښه ګام و؛ خو اوس هم په بشپړه توګه  پلی شوی نه‌دی او د بشري حقونو د سرغړونکیو لپاره معافیت شتون لري. واکمن چارواکي باید د بښنې لپاره رښتینې ژمنتیا وښيي. دا په افغانستان کې د عدالت، پخلاینې او تلپاتې سولې لپاره د رښتیني لید د یقیني کولو لپاره یو مهم ګام دی.

یوناما په دغه راپور کې ویلي، چې د دغو پېښو د عاملینو د څېړلو او ځواب ویلو لپاره په افغانستان کې د واکمنو چارواکو هڅې محدودې شوې دي.

اسلامي امارت دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې د عمومي بښنې حکم په ټولیزه توګه پلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د غچ اخیستنې پېښې، چې شمېر یې کم دی د اسلامي امارت د اړوند ارګانونو له لوري په جدي توګه څېړل شوې دي.

هغه وایي: له بده مرغه د ملګرو ملتونو ځينې څانګې د دې پر ځاى، چې په افغانستان کې رښتیني واقعيتونه درک کړي او مثبت پرمختګونه وويني؛ تل د منفي ټکو په لټه کې وي او تبليغات کوي، چې لومړى د هغوى اعتبار ته زيان رسوي.

له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو، د سیمې او نړۍ د هېوادونو له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه ورته اندېښنې راپورته شوې؛ خو اسلامي امارت وايي، چې د بښنې حکم ته ژمن دي او بشري حقونه خوندي دي.

Trending

Exit mobile version