تازه خبرونه
اسلامي امارت د پخواني حکومت (۲.۷) میلیارډ افغانۍ پورونه ورکړل
د مالیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دې وزارت (۹۱۰) میلیون افغانۍ نړیوال بانک ته او شاوخوا (۱.۹) میلیارډ افغانۍ د آسیا پراختیايي بانک ته ورکړې دي.
د افغانستان اسلامي امارت د رهبر د پرېکړې له مخې؛ پر پخواني حکومت د یو شمېر بهرنیو بنسټونو پاتي (۲.۷) میلیارډ افغانۍ پورونه ورکړ شوي دي.
د مالیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دې وزارت (۹۱۰) میلیون افغانۍ نړیوال بانک ته او شاوخوا (۱.۹) میلیارډ افغانۍ د آسیا پراختیايي بانک ته ورکړې دي.
د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه راز په (۱۴۰۳لمریز لېږدیز) کال کې د یو شمېر بهرنیو بنسټونو د پورونو د ادا کولو لپاره له ملي بودجې څخه یوه مشخصه اندازه ځانګړې شوې، چې د پور ورکوونکیو بنسټونو له غوښتنې سره سم به د اسلامي امارت د مشرتابه پر لارښوونه ورکړ شي.
له دې مخکې ویل شوي وه، چې پخوانی حکومت له بهرنیو بنسټونو نږدې ۱۸ میلیارډ افغانۍ پوروړی دی.
ویل کیږي، چې اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې له هیڅ هېواد او بهرني بنسټ څخه پور ندی اخیستی؛ هڅه یې کړې، چې د پخواني حکومت ټول پاتې پورونه د مشرتابه د پرېکړې له مخې ورکړي او افغانستان د کوم بهرني هېواد او ادارې پوروړی پاتې نشي.