تازه خبرونه

اسلامي امارت د پوهنې مخالف ندی – د لوړو زدکړو وزیر

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۲, ۱۴۰۱)

د لوړو زدکړو وزیر له کابل پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال څرګنده کړې؛ اسلامي امارت د پوهنې مخالف ندی؛ د ټولو هېوادوالو حقونو ته ژمن او اسلامي امارت د تحصیلي نظام د پياوړتیا په لټه کې دی.

د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم دا هم په ډاګه کړې: اوسمهال د بېلابېلو څانګو درسي نصاب تر ارزونې لاندې دی؛ د عصري او دیني علومو ترمنځ د واټن راکمولو لپاره د کابل پوهنتون او نورو پوهنتونونو سره همکاري روانه ده .

هغه څرګنده کړې؛ مونږ تحصیلي نظام پياوړی کوو؛ ځکه آزادي یوازې د جګړې په ډګر کې د دښمن ماتول نه، بلکې د معاصرو علومو په ډګر کې هم ځان بسیاینې ته اړتیا وینو.

د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم وایي: دا سمه نده، چې مونږ د افغانانو حقونو ته ژمن نه یوو او یا دا، چې مونږ د پوهنې مخالف یوو. دا هم سمه نده، چې اسلامي امارت غواړي پر بهانو علمي ډګر کمزوری کړي. دا هېواد آزاد او خپلواک دی. خپلواکي یوازې د کفارو په ماتولو او د هغوی په پرېښودلو نه ترلاسه کېږي. داکتر هم پکار دی، انجنیر هم پکار دی، پیلوت هم پکار دی. په ټولنه کې مختلفې اړتیاوې شتون لري.

کارپوهان هم په دې باور دي، چې اوس تر ټولو مهمه مسله د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانستل دي او اسلامي امارت دې په پوهنتونونو او ښوونځیو کې خپلې سپارښتنې پلې کړي.

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال محمد آصف ننګ وایي: هغه پرېکړې، چې نیول شوي؛ نه یوازې دا، چې د نورو قشرونو له مخالفت سره مخ دي، بلکې په طالبانو(اسلامي امارت) کې هم ځینې کسان دا پرېکړې ګټورې نه ګڼي.

د ښځو له کار او زدکړو منع کول په داسې حال کې له سختو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي، چې ځینو نړیوالو مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې خپل بشري فعالیتونه بند کړي دي. اوس تمه دا ده، چې د ښځو د زدکړې او کار په اړه به نوې پرېکړه وشي، چې دا ستونزه شي.

Trending

Exit mobile version