سوداگري

اسلامي امارت د کانونو له سکتوره ۹ میلیارد افغانۍ عاید لري

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۱)

د کانونو او پترولیم وزارت  مسوولینو ويلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ را ورو سته  یوا زې د کانونو له سکتوره  نږدې نهه میلیارډ افغانۍ عواید راټول کړی.

د افغانستان  د کانونو او پطرولیم وزارت  مسوولینو څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ټول هېواد په کچه د کانونو له ناقانونه استخراج  او قاچاق د مخنیوي مخه نیول شوې او هیچا ته د دې اجازه نه ورکول کیږي، چې د هېواد د کانونو په سکتور کې خپلسري  وکړي.

د کانونو او پترو لیم وزارت مسوولین وايي؛ په تېرو نهه میاشتو کې  نږدې  نهه میلیارډ افغانیو پر ارزښت عواید  راټول شوی دي.

د کانونو وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ ورځ تر ورځ  تر بلي  د هېواد په کانونو کې د پانګونې بهیر د پراختیا په حال کې دی.

د خصوصي سکتور غړي هم وايي، چې د هېواد د کانونو په سکتور کې د پانګونې د جذب لوړ ظرفیت شته او باید پدې اړه آسا نتیا وي نورې هم رامنځته شي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وایي: په ټول هېواد کې د کانونو ناقانونه استخراج بند شوی. اوس د کانونو د استخراج  په برخه کې قانوني  پانګونه د تېرو حکومتونو په پرتله څو برابره زیاته شوې، چې ورسره زمونږ عواید هم نږدې ۹ میلیارد افغانیو ته لوړ شوي دي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مسوولین هم وايي؛ هڅه کوي، چې له بهرنیو شرکتونو سره په ګډه د هېواد د کانونو په سکتور کې د پانګونې  بهیر پیل کړي.

د خصوصي سکتور غړي پدې باور دې، چې د کانونو په سکتور کې  پانګونه کولی شي هېواد له اقتصادي بحران څخه راوباسي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شیر باز کمین زاده وایي: د کانونو وزارت په خورا روڼتیا د هېواد د کانونو د کېندې په بهیر کې د پانګونې لړۍ جاري ساتې. افغان پانګوال هم له بهرنیو پانګوالو سره په ګډه د هېواد په کانونو کې د پانګونې ګډ بهیر پیلوي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د افغان او بهرنیو پانګوالو د ګډو پانګونو د پیل بهیر د هېواد د کانونو د منظم  استخراج  لپاره مهم  بولي او وایي، چې د ګډې پانګونې د ناکامۍ  خطر هم  تر ډېره بریده راټیټ وي.

Trending

Exit mobile version