تازه خبرونه

اسلامي امارت د کانونو وزارت او د مرکزي بانک چارسمبالي بدل کړل

د افغانستان بانک مرستیال والي نوراحمد اغا د افغانستان بانک چارسمبالی وټاکل شو.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د رهبر پر فرمان د شنبې پر ورځ د چنګاښ شپاړلسمه د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالی شهاب الدین دلاور له دندې لرې شو او پر ځای یې د افغانستان بانک چارسمبالی هدایت الله بدري وټاکل شو.

دلاور د افغاني سرې میاشتې ټولنې د چارسمبالي په توګه د مطیع الحق خالص پر ځای ټاکل شوی او خالص به د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د رییس په توګه دنده ترسره کوي.

د افغانستان بانک مرستیال والي نوراحمد اغا د افغانستان بانک چارسمبالی وټاکل شو.

په تازه اعلان شویو ګمارنو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې پخوانی مرستیال نورالدین ترابي هم د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې د چارسمبالي په توګه ټاکل شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پخوانی مرستیال قدرت الله جمال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو.

د استخباراتو ادارې له فساد سره د مبارزې پخوانی چارسمبالی احمدالله زاهد د صنایعو اوسوداګرۍ وزارت د نوي مرستیال په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې پخوانی چارسمبالی حافظ عزیزالرحمن د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه وټاکل شو.

په مالي او اداري چارو کې د اطلاعاتو او کلتور پخوانی مرستیال سعدالدین سعید د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په مالي او اداري چارو کې د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

Trending

Exit mobile version