سوداگري
اسلامي امارت د کوچنۍ سوداګرۍ پر کارونو مالیه راټیټه کړه
د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون د هېواد اقتصادي وضعیت ته په نغوته کې د وړو سوداګریزو کارونو د مالیاتو کچه له ۱.۵ یو اعشاریه پېنځه سلنې څخه صفر اعشاریه پېنځه سلنې ته راټیټه کړې ده.
د افغانستان د اسلامی امارت اقتصادي کمیسیون زیاته کړې؛ دغه طرحه اوس د پلي کېدو وړ ده او وروسته به یې د پایلو پر بنسټ پرېکړه وشي.
د افغانستان اسلامي امارت د کا بینې د اقتصادي کمیسیون د پرېکړې پر بنسټ ټولو هغو ادارو ته، چې د سوداګرو چارې ورسره تړلي دي؛ په ځانګړي توګه مالیې وزارت ته دنده سپارل شوې، چي د هېواد ملي سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو ته داسې ممکنه آسانتیاوي برابري کړي، چې ملي سوداګر او صنعتکاران وکولی شي د هېواد په ښیرازۍ، ځانبسیایني او د اقتصادي مختګ په پیاوړتیا کي رغنده رول ولوبوي.
مالیې وزارت د همدې پرېکړې پر بنسټ لاس پکار شوی؛ د متشبثینو، سوداګرو، صنعتکارانو، پانګوالو دوکاندارانو او کسبګرو له استازیو سره د ناستې په پایله کي د هغوی د ستونزو له اورېدو وروسته د افغانستان اسلامی امارت د اقتصاد کمیسیون پرېکړی عملی کړي.
د مالیې وزارت د عوایدو عمومي مشر معراج الدین معراج وایي: د دې پرېکړې له مخې د کوچنیو متشبثو (کسبګرو او دوکاندارانو) په مالیاتي نورم کي بدلون راغلی، چي اوسمهال به د دوی له خرڅلاو څخه د یو اعشلریه پېنځه سلنې ماليې پر ځای له دوی څخه صفر اعشاریه پېنځه سلنه مالیه اخيستل کېږي، چي له دې سره به کوچني متشبیثین (کسبګر او دکاندارن) په ښه توګه د خپلو کارونو تر سره کولو ته وهڅول شي، بېکاره او بې روزکاره خلک به کسب او کار کولو ته و هڅېږي او په ټولنه کي به د بې روزګارۍ او فقر مخه ونیول شي او هم به د هېواد د لوی اقتصاد په پیاوړتیا کي د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي.
د خصوصي سکتور غړي د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد کمیسیون له دې پرېکړې هم هر کلی کوي او وايي، چې د مالیاتو راکموول کولی شي په هېواد کې د کوچنیو سوداګریزو چارو د زیاتوالي زمینه برابره کړي.
د صنعتکارانو ټولنې مشرعبد الجبار ساپی وایي: مونږ د مالیې وزارت او د لومړي وزیر د لومړي مرستیال له وروستۍ پرېکړې هرکلی کوو او هیله لرو، چې د فابریکو په برخه کې صنعتکارانو ته آسانتیاوې په نظر کې ونیول شي.
د کسبګرو او دوکاندارنواستازیو د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
هټيوال محمد مصور وایي: مونږ د افغانستان د اسلامي امارت له دې پرېکړې هرکلی کوو. له دې سره کوچني کارونه نوره هم وده او پراختیا پيدا کوي او خلکو ته به ډېره کاري زمینه برابره شي.
د اقتصادي چارو کار پوهان پدې باور دي؛ که د افغانستان اسلامی امارت د کورنیو صنایعو اوتولیداتو لپاره داسې آسانتیاوې رامنځته کړي، په هېواد کې به د پانګونې بهیر پراخ او د بېکارۍ کچه راټيټه شي.
