سوداگري
اسلامي امارت د ۱۴۰۱ مالي کال خپلواکه بودجه تصویب کړه
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د شنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د سږني مالي کال بودجه تصویب شوه.
هغه څرګنده کړې؛ دا بودجه د تېرو کلونو پر پرتله په بشپړه توګه له کورنيو عوايدو جوړه او پرته له کوم بهرني مالي ملاتړ تصویب شوې ده.
د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې، دغه بودجه د وزیرانو شورا او د اسلامي امارت د مشرتابه ملا هبة الله اخوندزاده لخوا تصویب شوې ده.
د ۱۴۰۱ لمریز هجري مالي کال بودجه ۲۳۱ میلیارد افغانۍ ده، چې ۲۰۳ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۲۷.۹ میلیارد هغه پراختیايي ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټویټ کړی؛ د ۱۴۰۱ لمریز هجري کال بودجه په بشپړ ډول له کورنیو عوایدو جوړه شوې ده.
په همدې حال کې د مالیې وزارت ويلي، په بودجه کې ۴۴ میلیارد افغانۍ کسر شته؛ خو د افغانستان اسلامي امارت به د مالي پلان له مخې د کال تر پایه خپله موخه ترلاسه کړي.