تازه خبرونه

اسلامي امارت له اسرائیلو سره د ترکیې د سوداګرۍ له ځنډولو هرکلی وکړ

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له کبله د ترکیې له هغې هڅې هرکلی وکړ، چې له اسرائیلو سره یې سوداګري ودروله.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن یکشنبه ( د غویی شپالسمه) د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د سفارت له چارسمبالي جنک اونال سره په کتنه کې د اسرائیلو پر وړاندې د انقرې له وروستۍ هڅې ستاینه وکړه.

په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د افغانستان د وروستیو مثبتو پرمختګونو او هېواد ته د سیاسي او اقتصادي پلاویو پر سفرونو هم خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز د لاجورد له لارې له ترکیې سره د افغانستان د سوداګرۍ د پیل او د دغو دواړو هېوادونو د ګډو نندارتونونو پر پرانیستلو هم خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په کابل کې د ترکیې سفارت چارسمبالي ویلي؛ هېواد یې په افغانستان کې له وروستیو پرمختګونو خوښ دی او څرګندوي، چې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره باید ګډې هڅې وشي.

هغه زیاته کړې، چې په راتلونکیو څو ورځو کې به ترکش ایرلاین کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.

Trending

Exit mobile version