تازه خبرونه
اسلامي امارت له اسلامي هېوادونو سره پراخ تعامل غواړي – متقي
د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ د کب اتلسمه په ډاګه کړې، چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو ټولنې ځانګړي استازي د یوه پلاوي پر مشرۍ په کندهار کې د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره وکتل.
په دې ناسته کې امیرخان متقي ویلي؛ اسلامي امارت د اسلامي همکاریو ټولنې او اسلامي هېوادو سره په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کي د رغنده تعامل غوښتونکي دي.
متقي زیاته کړې؛ په افغانستان کي خورا ښه فرصت را منځته شوی؛ تاسي نن وینی، چي ارامه فضاء او مثالي امن دی. هیله مو داده، چي د اسلامي همکاریو ټولنه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کي مرستي وکړي، اسلامي نړۍ او افغانستان تر منځ د ښو اړیکو په برخه کی پوره او رغنده رول ولوبوي.
طارق علي بخیت او ورسره مل پلاوي یې د افغانستان د وضعیت د مثبتې ارزونې ترڅنګ مولوي متقي ته ډاډ ور کړ، چي په نږدې راتلونکي کي به یو شمېر بنسټیزي پروژې د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کي پيل او یو ځانګړی مسلکي پلاوی به هم افغانستان ته راشي.
دغه راز په دې ناسته کې د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک هم له دې ټولنې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او څرګندوي؛ د اسلامي نظام له راتګ سره اوس په افغانستان کي یو واحد نظام دی؛ د ټولو یو امیر دی او د هېواد په ټولو سیمو کي دولتي چارې پوره همغږې راوانې دي.