تازه خبرونه

اسلامي امارت له اوږدې، مشروع او ملي مبارزې وروسته بریاوو ته رسېدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۶, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وړزارت د روسي چارواکو هغو څرګندونو ته، چې ویلي یې وه؛ د طالبانو اسلامي تحریک د امریکا لخوا رامنځته شوی، تند غبرګون ښودلی او وایي: افغانستان یو خپلواک، مسوول او مشروع حکومت لري.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په څو ټوېټونو کې د روسیې فدراتیف د ملي امنیت شورا د منشي نیکولای یتروشیف هغه ادعا ردوي، چي د طالبانو اسلامي تحریک رامنځته کیدل یې امریکا ته منسوب کړي دي.

هغه زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت د ولس له منځه را پورته شوی غورځنګ دی، چې په خپل هېواد کې يې د اسلامی نظام لپاره مبارزه کړې، د نوي یمو لسیزې ملوک الطوائفي او وروسته یې بهرنی اشغال له منځه وړی او له اوږدې مشروع مبارزې وروسته بریا ته رسېدلی دی.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پتروشیف په دې وروستیو کې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو له امنیتي چارواکو سره په کتنه کې ویلي؛ په افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو سره اقتصادي بحران رامنځته شوی، چې له کبله به یې ګاونډ هېوادونو ته د ګډوالو سېل ور مات شي.

هغه د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په نغوته کې خبرداری ورکړ، چې د تروریستي سازمانونو غړي ښايي د افغان کډوالو په منځ کې د منځنۍ  آسیا هېوادونو ته راننوځي.

دغه روسي چارواکي دا هم ویلي، چې امریکا په سیمه کې د خپلو جیوپولیټیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره؛ طالبان( اسلامي امارت) داعش او القاعده شبکه رامنځته کړ او غواړي د سیمې هېوادونه بې ثباته کړي.

امریکايي سناتورانو بء بایدن نیوکې کړي او وایي، چې بایدن په افغانستان کې له دوه زره دوه ویشتم کال راوروسته د ټولو پيښو اصلي عامل دی.

امریکايي سناتور تام کاتن وایي: ولسمشر بایدن د هغو پېښو مسوول دی، چې له ۲۰۲۰ کال وروسته په افغانستان کې رامنځته کېږي؛ د دوحې تړون بې عیبه و؛ خو د بایدن ادارې هغه ته کم ارزښت ورکړ.  بایدن د افغانستان په اړه بل نظر درلود، چې په افغانستان کې ډېرو پيسو او د سرونو نذرانې ته اړتیا ده؛ نو پرته له دې، چې پايلو او په نړۍ کې د امريکا د وقار او شهرت په اړه فکر وکړي، د ځواکونو د ايستلو پرېکړه یې وکړه او دا پرېکړه يې عملي کړه. که څه هم دا د امريکايي جنرالانو او سلاکارانو مشوره نه وه.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې ویلي، چې روسیه د روانې میاشتې په نیمايي کې د افغانستان په اړه غونډه کوي، خو اسلامي امارت ته بلنه نه ده ورکړل شوې؛ خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د افغانستان په اړه خبرې اترې د اسلامي امارت د استازیو له ګډون پرته نیمګړې ګڼي.

د بهرنیو چارو وزارت په څرګندونو کې راغلي؛ افغانستان یو خپلواک، حساب ورکوونکی او قانوني حکومت لري، چې توانېدلی ښه امنیت رامنځته کړي، د پولو ساتنه وکړي او له ګاونډ او نړۍ له هېوادونو سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو کې مثبت تعامل وکړي؛ نو، ځکه په دغه راز غونډو کې د افغانستان استازیو ته بلنه نه ورکول به پر دوه اړخیز تعامل بده اغېزه وکړي.

Trending

Exit mobile version