تازه خبرونه

اسلامي امارت له ایران سره د اوبو د مدیریت پخوانی تړون بشپړ مني

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د هلمند سیند د اوبو د مدیریت په اړه د ۱۳۵۱ لمریز هجري کال تړون بشپړ منلی دی.

د افغانستان او ایران دولتونو د هلمند د اوبو د وېش پر سر د ۱۳۵۱ لمریز هجري کال په وروستیو کې د پخواني صدراعظم موسی شفیق په وخت کې یوه معاهده لاسلیک کړې، چې له مخې یې افغانستان باید هرکال ۸۱۷ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د هلمند سیند د اوبو مدیریت په تړاو تړون له تخنیکي محتویاتو سره ټولو موادو، حقوقي اساساتو، ضمائمو (پروتوکولونو) سره، چې د هلمند د اوبو په اړه په ۱۳۵۱ ل.هـ  کې د افغانستان او ایران د دولتونو ترمنځ پرې هوکوه شوی؛ پوره مني.

ایران ته د هلمند سند د بهېدونکیو اوبو په اړه له ډېر پخوا راپد ېخوا بحثونه کیږي او ویل کیږي، چې ایران ته هر کال په معاهده کې له ټاکل شوې اندازې څخه څو برابره زیاتې اوبه بهیږي.

د محمد ظاهر شاه د پېر وروستی لومړی وزیر یا صدراعظم موسی شفیق په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند له اوبو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي دغه تړون د ایران د هغه وخت صدراعظم عباس هویدا سره لاسلیک شوی او له مخې یې د هلمند سیند شل فیصده اوبه، چې په یوه ثانیه کې ۲۶ متر مکعبه کېږي د ایران حق ټاکل شوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي: مونږ هغې هوکړي ته ژمن یوو، چې په ۱۳۵۱ ل . هـ کال کې  د افغانستان او ایران ترمنځ شوې او همداراز کوشش کوو، چې هغه بهیر هغه سي چې دی؛ وساتو

د هیواد د خصوصي سکتور غړي بیا له ایران سره پخوانۍ هو کړه  طالمانه بولي او زیاتوي، چې په افغانستان کې له تېرو ۲۵ کلونو جنګونه ول؛ د اوبو تنظیم ستونزمن و او د هلمند له سیند څخه ایران ته د کال شاوخوا درې میلیارډ متر مکعبه اوبه ورتلې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: له اقتصادي پلوه د هلمند سیند اوبو د مدیریت بهیر خورا مهم و او دی. د افغانستان اسلامي امارت باید د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره مټې راونغاړي.

د اقتصادي چارو کار پوه تاج محمد تلاش هم  په دې باور دي، چې افغان لوری باید له ایران سره د اوبو پر سر پر شوي تړون له سره کتنه وکړي او په کې د افغانستان د اوسنیو اړتیاوو پر بنسټ حرکت وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ په ۱۳۵۱ ل.هـ کال له ایران سره شوې هوکړه د هغه وخت د غوښتنو له مخې وه. اوس افغانستان ډېرو او بوته اړتیا لري او بل دا، چې ایران تل په زیاته کچه اوبه تر لاسه کړي باید دا ټوله محاسبه ورسره تر سره شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان پدې باوردي، چې د افغانستان اسلامي امارت باید د هېواد اوبه مدیریت کړي؛ ځکه، چې د اوبو مدیریت کولی شي هېواد له اقتصادي بحران راوباسي.

د یادونې ده، چې د هلمند له اوبو ډک سیند د هندوکش له غرونو راټولیږي او تر هامونه ۱۱۵۰ کیلومتره بهیږي.  

Trending

Exit mobile version