تازه خبرونه

اسلامي امارت له رسنیو څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د چارشنبې پر ورځ ( د غویی ۱۳) د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې پر مناسبت اعلان وکړ، چې د رسنیو ملاتړ کوي او د رسنیو لپاره یې ارزښتناکه ګڼي.

د غوایی دیارلسمه / د مې درېیمه نېټه د مطبوعاتو د آزادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په ۱۹۹۳ ز. کال کې د ملګرو ملتونو د فرهنګي ټولنې یونسکو پر وړاندیز او د عمومي اسامبلې پر تائيد د مې درېیمه د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په توګه ومنل شوه.

په کابل کې نن  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنیو ملاتړو بنسټونو هم د دې ورځې پر یاد غونډې جوړې کړې.

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، نن د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ ده او مونږ یې د رسنیو لپاره ارزښتناکه ګڼو.

هغه په ​​یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې: رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي اصولو په رڼا کې د عامه ذهنیت د روښانولو او د خلکو او رژیم ترمنځ د منځګړتوب په لاره کې خپل ځانګړی ځای نیولی شي.

بلال کریمي دغه راز زیاته کړې، اسلامي امارت له ژمنو رسنیو ملاتړ کوي او په رسنیز  ډګر کې د لا زیاتې ژمنتیا او غوره هڅو غوښتنه کوي.

د افغانستان د آزادو خبریالانو د ملي اتحادیې چارواکي د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې پر مناسبت وايي؛ په تېر کال کې د خبریالانو پر وړاندې د امنیتي چارواکو لخوا د تاوتریخوالي پر ډېر شمېر پېښې ثبت کړې دي او په تېر کال کې د اقتصادي ستونزو له کبله لس رسنۍ تړل شوي دي.

یو شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو شکایت کوي او وايي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیته او د رسنیو د سرغړونې کمیتې باید سمې فعالې شي.

د افغانستان د آزادو خبريالانو د ملي اتحاديې رییس حجت الله مجددي وايي، چې په تېر کال کې یې د امنیتي مسوولینو لخوا له خبريالانو سره  د تاوتريخوالي ١٢٣ قضيې ثبت کړي او په همدې موده کې لس رسنیو د اقتصادي ستونزو له کبله دروازې تړلې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په غونډه کې ویلي، چې خبریالان اوس هم اطلا عاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لري.

دوی وايي، چې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ لپاره باید ډېر وکار شي.

یو شمېر پوهانو او خبریالانو په اوسني وضعیت کې د افغان خبریالانو د کار ستاینه کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند عبدالمتین قانع ويلي، د رسنیو د سرغړونې کمیسیون خپل فعالیت پیل کړی او وزارت هڅه کوي، چې دغه کمیسیون نور هم پیاوړی کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ ز. کال له بدلون وروسته شاوخوا ۲۲۵ رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله بندې شوي او د رسنیو له ۱۲۰۰۰ کارکوونکیو څخه ۱۰۰۰ یې له افغانستان څخه وتلي او د ښځو په ګډون ۷۰۰۰  نورو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

Trending

Exit mobile version