تازه خبرونه

اسلامي امارت له روسیې سره د تېلو او ګازو پر پېرودلو هوکړه کړې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۵, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ويلي، چې کابل او مسکو د تېلو او ګازو د پېرودلو پر سر هوکړې ته رسېدلي او ډېر ژر به دغه تړون لاسلیک شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي، چې روسېې ته د افغان لوري د یوه پلاوي په مشرۍ سفر درلود له روسیې څخه د بېرته راستندیو پرمهال ویلي،  چې له روسیې فدراسیون له اړوند چارواکو سره یې د نفتي لومړنیو توکو د رانیولو په برخه کې یوې هوکړي ته رسیدلي دي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت  زیاتوي، چې د هوکړې  چمتو کولو لپاره د دواړه هېوادونو تخنیکي تیمونه  په کار بوخت دي،  چې له بشپړیدو وروسته به په رسمي توګه لاسلیک شي.

نورالدین عزیزي زیاتوي؛ د هېواد له شمالي ولایتونو به روسیې ته د صادراتو د پیل لپاره هم  یو ځانکړی مرکز جوړ شي، چې د روسیې مارکیټونو ته د افغان توکو لیږل پیل شي.

 د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارسمبالی وايي، په افغانستان او روسیه کې ډېري بانکونه تر بندیزونو لاندې دي او پیسې د درېیم هېواد له لارې لېږدول کېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت له دې ګام هرکلی کوي او زیاتوي، چې د سوداګریزو تړونونو له لاسلیک سره به په هېواد کې د لومړنیو توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راشي.

نوموړي ویلي: مونږ الحمدلله له روسيې سره خورامهم اوګټور بحثونه لرل مونږ ته مهمه ده، چي له روسیې سره اقتصادي اړیکي پراخې کړو او مونږه به د نفتي  توکو او غنمو په پرخه کې یوه رسمي هوکړه تر سره کړو.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي،  د روسیې  پر ډېرو بانکونو بندیزو نه له دغه هېواد څخه افغانستان ته د تېلو لېږد ستونزمن کړی او له همدې کبله د کابل او مسکو ترمنځ  سوداګري کمه شوې ده.

 د سوداګرۍ  خونې مسوولین وايي، که له روسیي سره د سوداګرۍ د پراختیا هوکړه وشي؛ نو ښايي د هېواد په مارکیتونو کې مو د نفتي او لومړنیو توکو قیمتو نه راټیټ شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: زمونږ لپاره لپخوا راپدیخوا له روسيې سره اقتصادي اړیکي د رلودي او که اسلامي امارت وتوانیږي، چې له روسانو سره اقتصادي اړیکي پیاوړې کړي دا به د افغانستان لپاره زیاته مهمه وي.

د اقتصادي چارو کار پوهان هم پدې باور دي، چې له روسیې سره د افغانستان اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا کولی شي افغانستان پر مارکیتونو او اقتصادي نظام مثبتې اغېزې وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي: مونږ ته دا مهمه ده، چې د نفتي او لومړنيو توکو په برخه کې د روسيې په څېر له یوه ستر تولیدوونکي هېواد سره اړیکي ولرو دا به زمونږ په مارکیت مثبت اغېز ولري.

بل لور ته یو شمېر هېوادوال له اسلامي امارته غواړي، چې د هېواد په مارکیتونو کې د قیمتونو د کنترول لپاره لاس په کار شي.

د کابل ښار اوسیدونکی عزیزالله وایي: مونږه ګورو په هېواد کې، چې کله قیمتونه لوړشي بیا هغه قیمتونه همداسې لوړ پاتي وي؛ له حکومته هیله لرو، چې دې ستونزې ته لاسرسی ومومي. دا مونږ ته ډېره ستونزمنه ده.

د کابل ښار یو بل اوسیدونکي تمیم ویلي: کارو نشته؛ فقر ورځ تر بلي مخ پر زیاتېدو دی، حکومت اوس هم مارکیت ته فکر نشته ګار، تېل، اوړه او نور لومړني تو کې خورا زیات لوړ شوي، چې مونږ يې د رانیولو او پېرودلو وس او توان نلرو. هیله لرو، چې حکومت دې برخې ته پام وکړي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونه پدې باور ده، چې د روسیې توکي په ځانګړي توګه غنم اوغوړي د نورو هېوادونو په پرتله ارزانه دي.

له روسیې سره د افغانستان سوداګري په کال کې دوه سوه میلیون ډالرو ته رسېږي او افغانستان ډېره برخه خورا کي توکي او تېل له منځنۍ آسیا څخه هېوادونو نه واردوي.

Trending

Exit mobile version