تازه خبرونه
اسلامي امارت له مخابراتي شرکتونو سره د ۳۶۵ میلیون افغانیو پر ارزښت تړونونه لاسلیک کړل
د یکشنبې پر ورځ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت او خصوصي مخابراتي شرکتونو ترمنځ په لریو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ۳۶۵ میلیون افغانیو پر ارزښت تړونونه لاسلیک شول.
د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا تړونونه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د وزیر مولوي نجیب الله حقاني لخوا له خصوصي مخابراتي شرکتونو سره لاسلیک شول.
په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر ويلي، چې خلکو ته د خدمتونو رسول د حکومت دنده ده او په ټول وس هڅې کوي، چې هېوادوالو ته پر نورو برخو سربېره د مخابراتو په برخه کې هم د لوړ کیفیت خدمتونه برابر کړي.
برادر ویلي: اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې لپاره کار پیل کړی او د ټولو هغو ملي سوداګرو او پانګوالو د هڅو ستاینه کوي، چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره پانګونه کوي.
دغه تړونونه له افغان بېسیم مخابراتي شرکت AWCC او MTN سره لاسلیک شول.
دواړه شرکتونه به په کندهار، نورستان، بدخشان، روزګان، زابل، کونړ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې ۳۳ نوي سایتونه جوړ کړي. دا به په لرې پرتو سیمو کې وي، چې خلک مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نلري.
