سوداگري

اسلامي امارت له منځنۍ آسیا سره د اقتصادي اړیکو د غزولو هڅه کوي

Published

on

Last Updated on: وری ۳۱, ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ هڅه کوي، چې په روان کال کې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي اړیکو ته پرا ختیا ورکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو وايي، چې په روان کال کې به د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د زیاتوالي لپاره هڅې زیاتې کړي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې هېوادونو کې ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان هغه هېوادونه  دي، چې له افغانستان سره يي ورځ تر بلي اقتصادي  اړیکې د پراختیا په حال کې.

دوی زیاته کړې، چې په تازه مواردو کې د قزاقستان هېواد یو پلاوي هم افغانستان ته د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره سفر کړی و.

دوۍ  وايي،  په روان کال کې به  د منځینۍ آسیا له هېوادونو سره په افغانستان کې د سوداګرۍ  د پراختیا ترڅنګ په افغانستان  کې په بېلا بېلو برخو کې ګډې پانګونې هم تر سره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوند زاده وایي: مونږ هڅه کوو، چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره په روان کال کې اقتصادي اړیکې پراخه شي. د همدې لپاره په دې وروستیو کې د ازبکستان یو پلاوی هم افغانستان ته راغلی و.

د اقتصادي چارو کار پوهانو څرګنده کړې؛ که د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ اقتصادي  اړیکې پیاوړې شي؛ دا به د سیمي د هېوادونو پر اقتصادي حالت هم مثبته اغېزه ولري.

د صنعتکارانو د ټولنې رییس عبدالجبار ساپي ویلي؛ زمونږ لپاره د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د دې لپاره مهمه ده، چې هغوی له مونږ سره په بېلابېلو سکتورونو کې همکاري کولی شي. د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي که له منځینۍ آسیا له هېوادونو سره مو اقتصادي اړیکي پراختیا پیدا کړې؛ نو له دې سره به سم په سیمه کې اقتصادي خوځښتو نه زیات شي.

اقتصادې شنونکی تاج محمد تلاش وایي: مونږ، چې په کومو اقتصادي فکتورونو کې غواړو پانګونه وکړو او هېوادوال مو اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسوو په هغو مواردو کې د منځنۍ آسیا هېوادونه مهم رول تر سره کولی شي. هیله لرم، چې دا مثبت ګام حکومتونه پورته کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې دا اقتصادي هڅې به په افغانستان کې پر کرنې، کانونو، انرژۍ، اوسپنې پټلۍ د جوړولو په سکتورونو کې د پانګونې بهیر پراخه کړي او له دې سره به په هېواد کې پر زرګونه هېوادوالو ته په مستقیم ډول سره د کار زمینه برابره شي.

Trending

Exit mobile version