تازه خبرونه

اسلامي امارت له هیچا سره د هیچا پر وړاندې جګړه نه‌غواړي- امیرخان متقي

امیرخان متقي په عمان کې له افغان سوداګرو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ؛ اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او غواړي، چې افغانستان د منفي سیالۍ د ډګر پر ځای د اقتصاد او ټرانزیټ مرکز شي.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۷, ۱۴۰۳

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست) امیر خان متقي ويلي، چې اسلامي امارت متوازن سیاست خپل کړی او د یو هېواد د راضي کولو لپاره د بل هېواد پر وړاندې جګړه نه‌کوي.

امیرخان متقي په عمان کې له افغان سوداګرو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ؛ اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او غواړي، چې افغانستان د منفي سیالۍ د ډګر پر ځای د اقتصاد او ټرانزیټ مرکز شي.

هغه وایي: “مونږ يو متوازن سياست لرو.” متوازن سیاست پدې معنا دی، چې مونږ د یو هېواد د خوشحاله کولو لپاره د بل هېواد سره جګړه نه‌ کوو. مونږ د یو هېواد د خوښۍ لپاره د بل هېواد مخالفت نه‌کوو. “مونږ له هرچا سره عادي اړیکې غواړو.”

امیر خان متقي په عمان کې له میشتو سوداګرو او افغانانو سره د خبرو پر مهال ټینګار کړی، چې اسلامي امارت به په داسې ډول امنیت تامین کړي، چې د بهرنیو استخباراتي سازمانونو ته د مداخلې زمینه برابره نشي.

متقي د نظام دننه د اختلافاتو شتون هم ردوي او په دې اړه خبرې مبالغه ګڼي.

نوموړي ویلي: “د شخړو، ګډوډۍ او ناامنۍ شتون رښتیا ندی. که هر څومره تبلیغات وي؛ په عمل کې تاسې ګورئ، چې په کابل، کندهار، مزار، جلال‌آباد او هرات کې هیڅ پېښه نه‌کیږي.”

د اسلامي امارت د ډيپلوماټيکو خدماتو مشر دا هم ويلي، چې عمان ته یې په خپل سفر کې هڅه وکړه، چې د کابل او مسقط ترمنځ د سوداګرۍ او د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره لار اواره کړي.

هغه همدارنګه ټینګار کړی؛ د اسلامي امارت له بیا واک ته رسیدو وروسته د نشه‌يي توکو د روږدي کیدو پر وړاندې جدي مبارزه شوې او دوی توانیدلي، چې د ۴۰۰ زره روږدو کسانو درملنه وکړي او ورته کاري زمینې برابرې کړي.

Trending

Exit mobile version