تازه خبرونه
اسلامي امارت له ۸۰ هېوادونو سره له ۱۳۰۰ زیاتې ناستې لرلي
دې ادارې لیکلي، چې د اسلامي امارت ډیپلوماسي د دې سبب شوې، چې د نړیوال لوبغاړي په توګه ومنل شي.
د نږدې ختیځ پالیسۍ لپاره د واشنګټن انسټیټیوټ په یوه راپور کې اعلان کړې، چې اسلامي امارت چارواکو د ۲۰۲۱ ز. کال له اګست څخه د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر دوهویشتمې د نړۍ د ۸۰ هېوادونو له استازو سره په ۱۳۸۲ ډیپلوماټیکو غونډو کې ګډون کړی دی.
دې ادارې لیکلي، چې د اسلامي امارت ډیپلوماسي د دې سبب شوې، چې د نړیوال لوبغاړي په توګه ومنل شي.
د اسلامي امارت چارواکو له چین سره ۲۱۵ ناستې، له ترکیې سره ۱۹۴، له ایران سره ۱۶۹، له قطر سره ۱۳۵، له پاکستان سره ۱۱۸، له ازبکستان سره ۸۴، له روسیې سره ۶۹، له ترکمنستان سره ۶۳، له جاپان سره ۶۰ ناستې او له سعودي عربستان سره ۵۴ ناستې کړې دي.
دغه رار له اروپايي ټولنې سره۴۲ لیدنې، له بریټانیا سره ۳۳، له ناروې سره ۳۱، له امریکا سره۲۰ لیدنې او له جرمني سره ۱۲ لیدنې شوې دي.
په دې راپور کې راغلي، چې اسلامي امارت له بهرنیو چارواکو سره د خپلو لیدنو کتنو خبرونه په خپلو اوبپاڼو او ایکس پاڼو کې خپاره کړي او په دې خبرو کې د بشردوستانه مرستو، د حکومتوالۍ په برخه کې د مرستو، اقتصادي فرصتونو او پانګونې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.
د نږدې ختیځ پالیسۍ لپاره د واشنګټن انسټیټیوټ څرګنده کړې، چې که څه هم اسلامي امارت تر اوسه پر رسمیت ندی پېژندل شوی؛ خو په پرلهپسې توګه منل کیږي او یو شمېرهېوادونو یې د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.
اړوند خبرونه:
چین دې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي – امریکا
