تازه خبرونه

اسلامي امارت پخپلو دوه چارواکو د امریکا بندیزونه وغندل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا پخپلو دوه چارواکو فریدالړین محمود او محمد خالد حنفي د بندیزونو لګول غندلي دي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ رییس فریدالدین محمود او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارسمبالی محمد خالد حنفي د جمعې پر ورځ د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا له بشري حقونو څخه د سرغړونو پر تور تورن او له بندیزونو سره مخ شول.

​د امریکا د خزانې وزارت د خبرپاڼې له مخې، محمود د ښځو او نجونو له روزنیزو او ښوونیزو بندیزونو ملاتړ کړی او د امر بالمعرف او نهی عن المنکر وزارت د حنفي پر مشرۍ د قتل، تښتونې، درې وهلو په ګډون له بشري حقونو سرغړونې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په داسې حال کې، چې پخپله امریکا له اسرائیلو څخه د ملاتړ پر دلیل د بشر حقوقو په سترو ناقضینو کې شمېرل کیږي؛ پر نورو خلکو د بشر د حقوقو د نقض تور پورې کول او بیا بندیز پرې لګول غیر موجه او غیر منطقي هڅه ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ سره له دې، چې امریکا د داسې ناکامو هڅو مخینه لري باید نور یې ناکامه تجربې نه‌تکرارولای.

هغه زیاته کړې؛ د فشارونو اعمال او تحریمونه وضع کول د هیڅ ستونزې حل نه‌‌دی.

Trending

Exit mobile version