سوداگري
اسلامي امارت پر بشري مرستو ګمرکي محصول لغو کړ
د افغانستان اسلامي امارت پرون د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند پر مشرۍ د کابینې په غونډه کې د بشري مرستو په اړه د مالیې وزارت د ګمرکي محصول د معافیت وړاندیز تصویب کړی دی.
کابینې هغو وزارتونو ته، چې مرستې تر لاسه کوي هم سپارښتنه کړې، چې د مرستو د اړوند کاروانونو له رارسیدو لږ تر لږه دوه ورځې مخکې باید مالیې وزارت ته خبر ورکړي.
په افغانستان کې د اټکل له مخې څلیریشت اعشاریه څلور میلیون خلک، چې خوراکي توکو ته لاسرسی نلري د بشري مرستو ملاتړ ته پوره اړتیا لري.
د دې ترڅنګ کابینې پر یو لړ نورو مسایلو هم خبرې کړې دي. کابینې همدا راز مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د هېواد په نړیوالو هوايي ډګرونو کې د VIP دالانونو او سالونونو د بیا پرانستلو بهیر وارزوي او د هوايي ډګرونو په نورو برخو کې شته ستونزې وارزوي او حل کړي.