تازه خبرونه

اسلامي امارت پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د اسرائیلو بریدونه وغندل

د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې د ورځې په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا بریدونه د ټولو نړیوالو اخلاقي اصولو او معیارونو خلاف بشري ضد عمل دی.

Published

on

Last Updated on: تله ۱۱, ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت پر لبنان، سوریه، یمن او په فلسطین کې د نسلي وژنې دوام سخت وغانده.

د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې د ورځې په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا بریدونه د ټولو نړیوالو اخلاقي اصولو او معیارونو خلاف بشري ضد عمل دی.

په اعلاميه کې راغلي، چې د نړۍ هېوادونه بايد د اسرائيلو د زياتېدونکیو بريدونو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د اسرائیلو مخه ونیسي او د دې کړنو په اړه باید “قطعي پرېکړه” وکړي.

Trending

Exit mobile version