تازه خبرونه
اسلامي امارت په افغانستان کې د امنیتي پېښو په تړاو د ملګرو ملتونو راپور له تعصبه ډک یاد کړ
د افغانستان اسلامي امارت د پنجشنبې پر ورځ ( د کب اووهلسمه ) په افغانستان کې د امنیتي پېښو په تړاو د ملګرو ملتونو راپور «دوښمني او تعصب» یاد کړی دی.
د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې د تېر کال پر پرتله په امنیتي پېښو کې ۳۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د اسلامي امارت په اعلامیه کې راغلي، چې په دغه راپور کې ان د نشهیي توکو له قاچاق وړونکیو سره د مبارزې په برخه کې د امنیتي ځواکونو فعالیت هم د افغانستان د عمومي ناامنیو د ښودلو لپاره کارول شوی.
د اسلامي امارت ویاند حمدالله فطرت زیاته کړې، چې په تېر کال کې له ۱۴۰۰۰ څخه زیات د نشهيي توکو قاچاق وړونکي نیول شوي او محاکمو ته سپارل شوي، له ۵۵۰۰ ټنو څخه زیات نشهيي توکي له منځه وړل شوي، د نشهيي توکو شاوخوا ۱۲۰۰ فابریکې له منځه وړل شوي او ۱۵۳۰۰ هکتاره ځمکه له نشهيي توکو پاکه شوې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ملګرو ملتونو راپور ښيي، چې دغه ټولنه څنګه د خلکو د ذهنیت په خرابولو اخته ده او امنیت پر ناامنۍ تعبیروي.
ویل کیږي، چې دا کړنې د ځینو استخباراتي او شریرو کړیو پر غوښتنه پر اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره ترسره کیږي.
د اعلامیې په پای کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي امارت دې راپور ته د شک پر سترګه ګوري او د ملګرو ملتونو له نوم او لقب څخه ناوړه ګټه اخیستنه یې ګڼي.
