تازه خبرونه

اسلامي امارت په افغانستان کې د بیا واکمنۍ درې کاله پوره کړل

په دې درې کلونو کې اسلامي امارت وتوانید، چې د داخلي ستونزو او نړیوالو بندیزونو پر وړاندې سر ټیټ نکړي او له بېلابېلو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو په ټینګولو کې پرمختګ وکړي؛ خو اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې له یو لړ خنډونو سره مخ شو.

Published

on

درې کاله مخکې د ۱۴۰۰لمریز لېږدیز کال د زمري پر څلیریشتمه اسلامي امارت وتوانید، چې د افغانستان جمهوري نظام راوپرځوي او د هېواد په پلازمېنه کابل کې بیا واکمن شي.

په دې درې کلونو کې اسلامي امارت وتوانید، چې د داخلي ستونزو او نړیوالو بندیزونو پر وړاندې سر ټیټ نکړي او له بېلابېلو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو په ټینګولو کې پرمختګ وکړي؛ خو اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې له یو لړ خنډونو سره مخ شو.

که څه هم د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې تګلارې بدلې شوې او اسلامي امارت له بېلابېلو بندیزونو سره مخ شو؛ خو د چارسمبالي حکومت په رامنځته کیدو سره اسلامي امارت هڅه وکړه، چې له ډیپلوماتیکو لارو له هېوادونو سره اړیکه ونیسي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

په تېرو درې کلونو کې د سيمې او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د چارسمبالي حکومت اړيکې ښې شوې او ډېرو هېوادونو خپل سفارتونه د اسلامي امارت ډيپلوماټانو ته سپارلي دي.

د افغانستان ګاونډ هېوادونو له تاجکستان پرته د اسلامي امارت ټول ډیپلوماټان منلي دي.

په دې بهیر کې چین لومړنی هېواد شو، چې په بیجینګ کې یې د اسلامي امارت رسمي سفیر ومانه.

له بلې خوا قزاقستان له چارسمبالی حکومت سره له خبرو وروسته د اسلامي امارت نوم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه لرې کړ.

د اسلامي امارت چارسمبالې کابینه له تېرو درې کلونو راپدېخوا په واک کې پاتې ده.

دغه راز له نورو هېوادونو سره په اړیکو کې له ډیپلوماټیکو پرمختګونو سره – سره اسلامي امارت هیڅ هېواد پر رسمیت ندی پژندلی. د چارواکو د سفري او بانکي بندیزونو په ګډون نړیوال بندیزونه هم پخپل ځای پاتې دي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت استازي ته نده ورکړ شوې.

د اسلامي امارت ویاند تېر درې کاله له بریاوو ډک بولي او ټینګار کوي، چې له نړیوالو فشارونو سره – سره چارسمبالی حکومت توانېدلی، چې پر ستونزو تر ډېره حده برلاسی شي او په بېلابېلو برخو کې بریاوې ترلاسه کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ ډېري هېوادونه له اسلامي امارت سره رسمي تعاملات لري، چې د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته په نغوته کې دي.

د اسلامي امارت د درې کلنې واکمنۍ په بهیر کې د اسلامي امارت د مشر د بښنې له فرمان سره سم هغو سیاسي شخصیتونو او پخوانیو دولتي چارواکو ته، چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته له هېواده وتلي وه، افغانستان ته یې د راستنېدو لړۍ روانه ده. علمي، سیاسي شخصیتونه او پخواني دولتي چارواکي له شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون له لارې هېواد ته راستانه شول.

ویل کیږي، چې د اسلامي امارت رهبر له تېرو درې کلونو راپدېخوا په خپلو ویناوو کې تل د اسلامي نظام پر پیاوړتیا ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی، چې په دې برخه کې به هیڅ ډول فشار ونه‌مني. نوموړي په خپله وروستۍ وینا کې د اسلامي امارت پر غړیو هم غږ کړی، چې متحد پاتې شي او له اختلافاتو او تفرقې اچولو دې ډډه وکړي.

Trending

Exit mobile version