تازه خبرونه
اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش خراسان د پیاوړتیا په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه رد کړه
مجاهد ویلي، چې افغانستان پیاوړي ځواکونه لري او اجازه نهورکوي، چې بهرنۍ ډلې په هېواد کې پیاوړې شي او یا د افغانستان او نورو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د داعش خراسان د وړتیاوو د زیاتېدا په اړه د ملګرو ملتونو د چارواکو اندېښنه رد کړې او دغه اندېښنې یې پر ناسمو معلوماتو ولاړې بللې دي.
مجاهد ویلي، چې افغانستان پیاوړي ځواکونه لري او اجازه نهورکوي، چې بهرنۍ ډلې په هېواد کې پیاوړې شي او یا د افغانستان او نورو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
د اسلامي امارت دغه غبرګون له هغې وروسته څرګند شوی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکساندر زویوف د داعش خراسان د وړتیاوو د زیاتېدا او پرمختللو تجهیزاتو ته، چې بېپیلوټه الوتکې هم په کې دي؛ د داعش د لاسرسي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.