تازه خبرونه
اسلامي امارت په انجوګانو کې ښځینه کارکوونکې له کار کولو منع کړې
د افغانستان اسلامي امارت د شنبې پر ورځ ټولو کورنیو او بهرنیو انجوګانو او موسسو ته امر کړی، چې د حجاب د نه مراعت پر لامل ښځینه کارکوونکې له کار کولو څخه منع کړي.
د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې، چې د دې وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب هم تائید کړی څرګنده شوې، چې د انجوګانو (NGOs) ښځینه کارکوونکیو ته به تر بلې خبرتیا پورې د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي؛ ځکه، چې ځینو د ښځو لپاره د اسلامي حجاب پلې کولو ته غاړه نده ایښې.
په دغه مکتوب کې راغلي: په دې وروستیو کې کورنیو او بهرنیو انجوګانو د ښځینه کارکوونکیو لخوا د اسلامي امارت د حجاب او نورو اړوند قوانینو او مقرراتو د نه مراعات کولو په اړه جدي شکایتونه ثبت کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې اسلامي امارت پوهنتونونو ته د ښځو پر ورتګ لنډمهاله بندیز ولګاوه او د تړلو امر یې ورکړ، چې په نړیواله کچه یې غندنه وشوه او په افغانستان کې یې هم یو شمېر اعتراضونه او سختې نیوکې راپورته کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تویت کړی؛ هغه اندېښمن شوی، چې دا کړنې به د میلیونونه خلکو لپاره حیاتي او ژوند ژغورونکي مرستې ګډوډې کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ ښځې په ټوله نړۍ کې د بشردوستانه عملیاتو پلې کوونکې دي. دا پرېکړه کیدای شي د افغانانو لپاره ویجاړونکې وي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامیز الکباروف رویترز ته ویلي، که څه هم ملګرو ملتونو دا سپارښتنه تر لاسه کړې نده؛ خو هغه قراردادي ادارې، چې فعالیتونه ترسره کوي تر اغېز لاندې به راشي.
هغه وایي: زمونږ ډېر پروګرامونه به اغېزمن شي؛ ځکه دوی ښځينه کارکوونکیو ته اړتيا لري، چې د بشري اړتياوو ارزونه وکړي او ګټه اخيستونکي وپېژني. که نه؛ نو دوی به ونشي کولی، چې د مرستو پروګرامونه پلي کړي.
رویترز راپور ورکړی، چې د افغان اید نړیوالې مرستندویه ادارې ویلي، چې دوی په سمدستي توګه خپل فعالیتونه وځنډول. په داسې حال کې، چې دوی له نورو بنسټونو سره هم مشوره کړې او نورو نادولتي انجوګانو هم ورته اقداماتو ته غاړه ایښې.
میلیونونه افغانان، چې د مرستو پروګرامونو ته لاسرسی لري؛ له احتمالي خطر سره مخ دي. د مرستندویه ادارو د څرګندونو له مخې، د دغه غرني هېواد څه نا څه نیم وګړي په دې سوړ موسم کې پر بشري مرستو ډېره تکیه کوي.
الکباروف څرګنده کړې: هیڅکله هم د دې ډول شیانو لپاره مناسب وخت ندی… خو دا ځانګړی وخت ډېر بدمرغه دی؛ ځکه، چې د ژمي په موسم کې خلک ډېر اړ او د افغانستان ژمی هم ډېر سخت وي.
هغه وایي، چې د یکشنبې پر ورځ به د نادولتي موسسو او ملګرو ملتونو ادارو سره مشوره وکړي او د وضاحت لپاره به د اسلامي امارت له چارواکو سره هم وګوري.
د مرستندویه کارکوونکیو د څرګندونو له مخې؛ په داسې یوه هېواد کې، چې مقررات او فرهنګي دودونه تر ډېره حده د نرینه کارګرانو له لوري ښځینه ګټه اخیستونکیو ته د مرستې رسولو مخه نیسي.
الکباروف ویلي؛ د بشردوستانه مرستو د رسولو یو مهم اصل د ښځو وړتیا ده، چې په خپلواکه توګه او په بې ساري ډول د هغې په وېش کې برخه واخلي؛ نو که مونږ دا په اصولي ډول ترسره نکړو، نو تمویل کوونکي به دا ډول پروګرامونه تمویل نکړي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا په دې مقرراتو کې په مستقیم ډول د ملګرو ملتونو ادارې شاملې دي؛ هغه ویلي، چې دا مکتوب د افغانستان د بشردوستانه سازمانونو لپاره د همغږۍ ادارې لاندې بنسټونو ته رسېدلی، چې د ACBAR په نوم پېژندل کیږي. په دې اداره کې ملګري ملتونه شامل ندي، خو له ۱۸۰ څخه ډېر سیمه ییزې او نړیوالې نادولتي موسسې شاملې دي.
په مکتوب کې ویل شوي، چې که اړوند سپارښتنه پلې نشي؛ د کار جوازونه به یې وځنډول شي.
د افغانستان کړکېچن اقتصاد په ۲۰۲۱ ز. کال کې د بهرنیو پوځیانو او د سلګونه زره افغانانو له وتلو او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له بحران سره مخ شو، دغه هېواد له بانکي سوداګریزو بندیزونو، د پراختیایي مرستو کمولو او د مرکزي بانک د شتمنیو له کنګل کېدو سره مخ شو.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان اید د اټکل له مخې؛ راتلونکی کال به ۲۸ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.