1393ټاكنې
اسلامي امارت په ایران کې د افغانانو د وژنې د راپور څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکه
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، د دغه پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي او په دې پلاوي کې د ملي دفاع، بهرنیو چارو، سرحدونو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست استازي برخه لري.
د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د ایران او پاکستان د پولې د کلګان په اړوند سیمه کې د افغانانو د وژنې د راپور څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، د دغه پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي او په دې پلاوي کې د ملي دفاع، بهرنیو چارو، سرحدونو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست استازي برخه لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ګمارل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې ياده موضوع هر اړخيزه وڅېړي او خپل راپور د ریاست الوزراء مقام ته وسپاري او د راتلونکیو اقداماتو لپاره لازمې لارښوونې ترلاسه کړي.
ویل کیږي، چې دې پلاوي پرون خپل کار پیل کړی او هڅه کوي، چې ژر تر ژره د دې موضوع حقیقت څرګند کړي.
