تازه خبرونه

اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د بدخشان د اوسیدونکیو د اعتراضونو د څېړلو لپاره د پوځ د ستر درستیز فصیح الدین فطرت پر مشرۍ د یوه پلاوی له ټاکل خبر ورګړی دی.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د اسلامي  امارت د رهبر د فرمان له مخې په ټول هېواد کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو بهیر پيل شوی، خو  تېره ورځ په بدخشان کې ځینو سرغړوونکیو پر امنيتي ځواکونو د برید هڅه کړې، چې په پایله کې یې خواشينوونکې پېښې را منځته شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې هیڅ سیمه د کوکنارو له کښت څخه مستثنی نده.

د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي: د ریاست الوزرا له لوري د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز قاري صاحب فصيح الدين فطرت پر مشرۍ يو پلاوی ټاکل شوی، چې په جوړښت کې یې له فرامینو او حکمونو څخه د څارنې لوی ریيس شمس الدين شریعتي، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توګو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق، د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال رحمت الله نجيب او د بدخشان د عالمانو شورا ریيس مولوي عبدالمومن برخه لري.

د کورنیو چارو وزارت تائیدوي، چې په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو له ځواکونو سره په نښته کې یو تن سیمه‌ییز وګړی وژل شوی دی.

ویل کیږي، چې د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راپدیخوا د اسلامي امارت پر ضد اعتراضونه شوي دي.

Trending

Exit mobile version