تازه خبرونه
اسلامي امارت په ترکیه کې نویو زېږېدلیو افغان ماشومانو ته پاسپورتونه وېشي
Last Updated on: زمری ۱, ۱۴۰۲
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د شنبې پر ورځ ( د چنګاښ ۳۱ ) څرګنده کړې؛ د قونسلۍ ریاست د هلو ځلو په پایله کې د دوست هېواد ترکیې پر همکارۍ په استامبول ښار کې د هېواد د جنرال کونسلګرۍ له لوري ترکیه میشتو نویو زېږېدلیو افغان ماشومانو ته د پاسپورتونو د چاپ او توزېع لړي پیل شوه.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد زیاته کړې؛ د نویو پاسپورتونو د ورکړې لړۍ اوسمهال یوازې د هغو افغان ماشومانو لپاره ځانګړې شوې، چې په یاد هېواد کې پیدا شوي وي.
حافظ ضیا احمد دا هم ویلي؛ د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې قونسلي خدماتو ته د هېوادوالو او نړیوالو قانوني لاسرسي شونی او آسانتياوي رامنځته کړي.
