تازه خبرونه
اسلامي امارت په تفریحي سیمو کې له وسلو سره ګرزېدل بند کړل
(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۴۰۰)
د اسلامي امارت د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې؛ مجاهدین له وسلو، نظامي یونیفورم او وسائطو سره تفریحي پارکونو ته د ننوتلو اجازه نلري.
د دغې پرېکړې له مخې؛ وسلوال ځواکونه مکلف دی، چې د تفریحي پارکونو ټول اصول او لایحې په پام کې ونیسي او له وسلو سره پارکونو ته له وردننه کېدو ډډه وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټویټ کړی، چې د اسلامي امارت د فرمان له مخې؛ مجاهدین او ځواکونه له وسلو، پوځي لباس او نقلیه وسایطو سره تفریحي پارکونو ته له ننوتلو منع شوي دي.
نوموړي زیاته کړې: مجاهدین مکلف دي، چې د تفریحي پارکونو ټول اصول او مقررات مراعات کړي.
په وروستیو میاشتو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د اسلامي امارت ځواکونه تفریحي پارکونو ته ننوځي او د خپلو وسلو له سپارلو هم ډډه کوي.