سیمه ییز خبرونه
اسلامي امارت په رستورانتونو او پارکونو کې د جنسیتي توپیر موضوع رد کړه
د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د هرات په رستورانتونو کې د جنسیتي توپیر موضوع رد کړه.
په دې وروستیو کې داسې ګنګوسي وه، چې د هرات ولایت د امربالمعرف او نهی عن المنکر ریاست یو شمېر کارکوونکي په ښار کې رستورانتونو ته ورغلي، چې د جنسیت توپیر باید وشي او حتی یوه جوړه هم په رستورانت کې په ګډه ډوډۍ نشي خوړلی؛ خو اوس د هرات ولایت یوشمېر سیمه ییز چارواکي وايي، چې دا یوه تېر وتنه وه او هیڅوک نشي کولی، چې کورنۍ په رستورانتونو او پارکونو کې له یوځای کیدو څخه منع کړي.
د رستورانت مدیر بصیر احمد احمدي ویلي: کله، چې دوی له خپلو کورنیو سره راځي؛ مونږ باید کورنۍ ته ووایو، چې جلا کېني. دا کار په زړه پورې ندی او کله، چې مونږ کورنیو ته داسپارښتنه وکړو؛ هغوی وايي، چې مونږ دا رنګه خوراک په کورونو کې کولی شو او ځي.
په هرات کې د یوه رستورانت کارکوونکی جاوید توانګر ویلي: له نېکه مرغه له هغې وروسته، چې په کابل کې د امربالمعرف او نهی عن المنکر وزارت غبرګون وښود؛ د بندیزونو مسله بېرته عادي حالت ته راګرزېدلې او رستورانتونه کولی شي کورنیو ته اجازه ورکړي، چې بیا یوځای خواړه وخوري.
د یاد وزارت ویاند عاکف مهاجر په دې اړه په خپل غبرګون کې څرګنده کړې؛ دا موضوع په بشپړه توګه رد شوې او هیڅوک حق نلري، چې له کوره بهر د کورنیو د وتلو مخه ونیسي.
عاکف مهاجر زیاته کړې: زمونږ هېوادوال کولی شي له خپلو کورنیو سره هوټلونو او رستورانتونو ته ولاړ شي؛ ډوډۍ وخوري او چای وڅښي او یا له خپلو کورنیو سره پېرودلو ته ولاړ شي، دا بې بنسټه خبره ده.
له بلې خوا د هرات یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم ویلي، چې له هیڅ ادرسه دا ډول امر ندی صادر شوی او کورنۍ کولی شي په آسانۍ دمځي او رستورانتونه د ناستې او ګرزېدو لپاره وکاروي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ مشر نعیم الحق حقاني ویلي: مونږ دا خبره په کلکه ردوو او دا حقیقت نلري.
د هرات اوسېدونکې نګینه بارک وایي: د میز په شاوخوا کې ناست او له کورنۍ سره خواړه خوړل د اسلامي نظر یا د ټولنې له دود سره کومه ستونزه نده؛ خو دا د کورنیو هڅولو او په ټولنه کې د دوی د ښکېلتیا لپاره ګټور کیدی شي.
د یادونې ده، چې له یو لړ ټولنيزو پديدو سره د امربالمعرف او نهی عن المنکر وزارت د کارکوونکیو چلند او په ټولنه کې د خلکو محدوديتونو یو لړ غږونه او ټینګارونه راپورته کړي دي.