تازه خبرونه
اسلامي امارت په سویډن کې قرآن کریم ته سپکاوی وغانده
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د قرآن کریم ته سپکاوی په کلکه غندلی او له هغه حکومته یې غوښتي، چې عاملین یې مجازات کړي.
ټي آر ټي ټلویزیوني شبکې په سویډن کې د یوه کس انځورونه خپاره کړي، چې د مسلمانانو سپېڅلی کتاب قرآن کریم سوځوي.
دا په ډنمارک کې د ښي اړخي افراطي ګوند مشر راسموس پالوډان دی، چې د سویډن په یوه سیمه کې یې قرآن کریم سوځولی.
نوموړي له دې مخکې هم قرآن کريم ته سپکاوي کړی او غورزولی یې و.
په سویډن کې د اسلام ضد کړنو له زیاتېدو او د قرآن کریم د سپکاوي پر تور د سخت دریځي په توګه د ښي اړخي او اسلامي ضد غورځنګ د مشر راسموس پالوډان له کړنو وروسته، سویډن د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د مظاهرو او نښتو ډګر شو.
د راپورونو له مخې؛ د قرآن کریم په ملاتړ او د دغې پېښې غندنه کې شاوخوا ۲۰۰ مظاهره چیانو له پولیسو سره نښتې وکړې او یو شمېر موټرو ته یې اور واچاوه.
