تازه خبرونه
اسلامي امارت په قطر کې خبرې له لاسته راوړنې ډکې بولي
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ويلي، چې له امریکایي پلاوي سره د امیرخان متقي پر مشرۍ د خبرو دوام کولی شي، چې د دوحې هوکړې عملي کیدو ته زمینه برابره او د امریکا او نړۍ لخوا د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته رامنځته شوي خنډونه لرې کړي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې په قطر کې له امریکايي پلاوي سره د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي امیرخان متقي پر مشرۍ وروستۍ خبرې ډېرې ګټورې او له لاسته راوړنو ډکې وې.
نوموړی وایي، چې په قطر کې یې له امریکايي پلاوي سره په دوه ورځنیو غونډو کې د دوحې د هوکړې پر پلي کیدو او د امریکا او نړۍ لخوا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو اغېزمنې خبرې اترې کړې دي.
یو شمېر کارپوهانو ويلي، چې اسلامي امارت ته له نړې سره د تعامل لپاره په کار ده، چې د نړۍ مشروع غوښتنې په پام ونیسي او په دې توګه له افغانستان سره د نړۍ همکاري پيل شي.
د افغانستان د ژغورنې لار جبهې مشر سیداکبر آغا وایي: د دوحې په خبرو کې له امریکایانو سره د رامنځته شوې هوکړې پلې کولو، د اسلامي امارت رسمیت بېژندنې او د کنګل شویو پیسو آزادولو خبرې شوې دي.
یو شمیر کارپوهانو ويلي؛ اسلامي امارت ته په کار ده، چې له نړۍ سره د تعامل لپاره د هغوی مشروع غوښتنې ومني او په دې توګه له افغانستان سره د نړۍ د همکاریو نوی څپرکی پیل شي.
د افغانستان د اسلامي نهضت مشر سید اسحاق گیلاني: مونږ هیله من یو، چې دا یو بریالی سفر وي او د نړۍ یو شمېر مشروع غوښتنې ومنل شي. که څه هم د نړۍ ټولې غوښتنې یو دم نه منل کیږي او باید له زغم کارواخلي. طالبانو ( اسلامي امارت) ته باید زمینه برابره شي، چې خبلې هېوادنۍ چارې تر سره کړي؛ ځکه، نو نړۍ او حکومت ته پکار ده، چې د نوي څپرکي د پیلیدو اړتیا ومني.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له نړۍ او په ځانګړي توګه له امریکا غوښتي، چې امارت یې پر رسمیت وپېژني.
