سیمه ییز خبرونه

اسلامي امارت په هرات کې له یوه وسلوال بریده د دفاع وزارت د ۵ کارکوونکیو وژنه تائید کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۵, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت د پنجشنبې پر ورځ تائید کړه، چې په هرات ولایت کې د ۲۰۷ الفارق قول اردو پېنځه کارکوونکي له یوه بریده وژل شوي دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، ناڅرګنده وسلوالو نن سهار د قول اردو د روغتیایي پرسونل پر لېږدوونکی کاستر برید وکړ؛ ۵ کارکوونکي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت ندی منلی.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د پنجشنبې پر سهار د هرات ښار د جوی انجیل په اړوند سیمه کې وسلوالو کسانو د الفاروق قول اردو د کارکوونکیو پر موټر له یوه ریکشا څخه برید وکړ.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې دښمن نشي کولی د ورته بریدونو پر ترسره کولو د دفاعي کارکوونکیو او پرسونل هوډ کمزوری کړي.

Trending

Exit mobile version