تازه خبرونه

اسلامي امارت په پاکستان کې افغان اعتراض کوونکیو ته د خوندیتوب ډاډ وړاندې کړ

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ هغه شمېر افغانانو ته، چې د تېر کال په زمري میاشت کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له بیا پیلیدو وروسته پاکستان ته وتښتېدل؛ ډاډ ورکوي، چې اوس دې هېواد ته راستانه او له امنیتي خوندیتوبه برخمن شي.

دغه راز ویل کیږي؛ هغه یو شمېر افغان وګړي، چې له څه وخت راپدیخوا د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د احتجاج په بڼه را ټول شوي؛ غواړې بهرنیو هېوادونو ته ولیږدول شي.

دغو افغانانو پاکستانيو رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې نه غواړي بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ ځکه، چې ژوند یې په خطر کې دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کوي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، له قومي، مذهبي، سمتي او ژبنو ګواښونو او ځورونو پرته په کې اوسېدلی شي.

د سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي: هېواد وال دې له اقتصادي کډوالۍ ډډه وکړي. اسلامي امارت د هر وګړي د کار او امنیت تامین خپله دیني او ملي دنده ګڼي.

دغه وزارت دا هم ویلي، چې ډېري اعتراض کوونکي هغه کسان دي، چې له کلونو راپدیخوا په پاکستان کې اوسېږي او اوس له دې فرصته پر ګټه پورته کولو غواړي په غربي هېوادونو کې د پناه واخلي.

د دوشنبې پر ورځ په سلګونه افغانانو، چې له څو اوونیو راپدیخوا د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د رسنیو د مرکز مخې ته پراته دي؛ یوه احتجاجي مظاهره وکړه او لویدیځ ته یې د وتلو غوښتنه کړې ده.

یوه مظاهره کوونکي، الیاس ذکي ډان نیوز ته ویلي: مونږ دلته یوو او غواړو په پرمختلليو هېوادونو کې میشت شوو. تر اوسه مونږ ته دلته د کډوالو حیثیت ندی راکړ شوی.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستان هم دوی ته پناه نه ورکوي. مونږ پوهیږو، چې د پاکستان خلک هم د بېکارۍ او لوړ انفلاسیون په څیر له یو شمېر ننګونو سره مخ دي؛ نو که رښتیا ووایو، مونږ غواړو په نورو پرمختلليو هېواد کې میشت شوو.

Trending

Exit mobile version