تازه خبرونه
اسلامي امارت په کابل کې د چین مرستې پر اړمنو کورنیو ووئشلې
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ په کابل کې پر څه باندې ۱۰۰۰ اړمنو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو د چین هېواد مرستې ووېشلې.
د کډوالو چارو وزارت چارسمبالی خلیل الرحمن حقاني زیاته کړې؛ په دې مرستو کې وريجې، کمبلې او جمپرونه شته، چې چين له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي.
حقاني ويلي: مونږ بېوزله خلک، اړمنې کورنۍ او يتيمان راټول کړل او شاوخوا زر کسانو ته مو کمبلې، وريجې او کوټونه ووېشل.
په کابل کې د چین سفارت استازي ویلي، چې چین به د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې روانې ساتي.
د چین سفارت استازی وایي: دا د افغانستان له خلکو سره زمونږ د بشري مرستو د وېش یوه برخه ده. مونږ به له افغانانو سره نورې مرستې هم وکړو؛ ځکه مونږ پوهیږو، چې د افغانستان خلک له ستونزمنو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، په مرکز او ولایتونو کې پر اړمنو او بې ځایه شویو کورنیو د مرستو وېش روان دی او هڅه کوي، چې په ژمي کې د مرستو د وېش لړۍ نوره هم چټکه کړي.