ساینس او ​​ټیکنالوژي

اسلامي امارت کابینې د ټیک ټاک او پابجي د تړلو سپارښتنه شوې

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت کابینې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته لارښوونه کړې، چې انټرنټي پابجي PUBG آنلاین لوبه او ټیک ټاک اپلیکیشن بند کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني نن (پنجشنبه د د غویی لومړۍ / د اپریل  ۲۲ ) ټویټ کړی، چې دا پروګرامونه ځوان نسل بې لارې او ګمراه کوي.

هغه زیاته کړې: کابینې د مخابراتو وزارت څخه وغوښتل، چې د امکان تر حده د هغو چینلونو د خپرولو مخنیوی وکړي، چې غیر اخلاقي خپرونې کوي.

سمنګاني د دغو چینلونو د بڼې په اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر حکومت هم پابجي لوبه نامشروع اعلان کړې وه.

Trending

Exit mobile version