تازه خبرونه
اسلامي امارت که رسمیت پېژندنه غواړي؛ د بشري حقونو درناوی دې وکړي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش ویلي که اسلامي امارت غواړي، چې د نړیوالې ټولنې لخوا پر رسمیت وپېژندل شي؛ د بشري حقونو درناوي دې وکړي.
انټونیو ګوترش پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت باید نه یوازې د ښځو او نجونو حقونو ته پوره درناوی وکړي، بلکې د بشري حقونو په اړه دې مثبت نظر هم رامنځته کړي، چې د نړیوالې ټولنې لخوا پر رسمیت وپېژندل شي او خلک نړیوالې مرستې تر لاسه کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په سږني کال کې نړۍ ته د کرونا ویروس د خپرېدا په ګډون له نړیوالې نابرابرۍ، نړیوال مالي بحران، اقلیمي بحران، سایبري بې قانوني او نړیوالې سولې او امنیت ته د پېښېدونکيو ۵ ګواښونو خبر ورکړ، چې پر وړاندې یې د ټولو هېوادونو یووالي ته اړتیا ده.
انټونیو ګوټرش ویلي، چې اوس یوازې د ننګونو لپاره د نوملړ جوړولو وخت ندی؛ مونږ یې باید مخنیوي ته مټې راونغاړو. دا ټولې ننګونې د نړیوالې حکومتدارۍ پر ناکامۍ راڅرخي.
