سیمه ییز خبرونه

اسلامي هېوادونه دې په افغانستان كې ترهگري وغندي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اسلامي هېوادونو د همكارۍ له ټولنې غوښتي، چې په افغانستان كې دې ترهگري وغندل شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو لوړ پوړي چارواكي د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د گينې په ناسته كې د افغانستان د سولې په اړه د ځانگړې ناستې د جوړولو غوښتنه هم وكړه.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي يو ځل بيا له پاكستان څخه د ملا عبدالغي برادر د آزادولو غوښانه وكړه.

د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت كې ديپلوماتانو د ځانمرگو بريدونو په كمولو كې د اسلامي هېوادونو پر گټورو هڅو ټينگار كړى دى.

دا په داسې حال كې ده، چې د سولې عالي شورا يو پلاوي څه موده وړاندې له ملا عبدالغني برادر سره يوه لنډه كتنه درلوده، خو داسې ښكاري، چې گټوره پايله يې نه درلوده.

Trending

Exit mobile version