تازه خبرونه

اسلامي هېوادونو د افغانستان د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره د مرستو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۹, ۱۴۰۰)

اسلامي هېوادونو د یکشنبې پر ورځ ژمنه وکړه، چې د افغانستان لپاره به د بشري مرستو یو صندوق را منځته کړي؛ ځکه، چې میلیونونه خلک له لوږې او سخت ژمي سره مخ دي.

د پاکستان لومړي وزیر تېره ورځ خبرداری ورکړ، چې که د افغانستان اوسني وضعیت ته پاملرنه ونشي؛ نو سیاسي او اقتصادي ګډوډي به رامنځته شي.

رویټرز راپور ورکړی، چې ناورین مخ پر زیاتېدو دی؛ خو نړیوال زړه نا زړه دي او له اسلامي امارت سره، چې د زمري / اګست په میاشت کې بیا واکمن شول؛ نه یوازې مرستې ځنډولي، بلکې د افغانستان بانکي زیرمې یې هم کنګل کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د یکشنبې پر ورځ په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته څرګنده کړې؛ که د اقتصادي بحران مخه ونه نیول شي، په افغانستان کې به بشري ناورین رامنځته شي.

له افغانستان سره د مرستې صندوق، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي لخوا اعلان شوی؛ د اسلامي پراختیایي بانک تر چتر لاندې به هڅې تر سره کوي.

د غونډې ګډونوالو په دې اړه یو پرېکړه لیک وړاندې کړی او په کې د بشري ناورین د مخنیوي غوښتنه شوې او طالبانو ته هم ځینې سپارښتنې شوې دي.

په پرکړه لیک کې راغلي؛ یاده ټولنه به د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکي او همدا راز له دې هېواد سره به د بشري مرستو لپاره یو مالي صندوق هم رامنځته کوي.

دغه راز له طالبانو غوښتنه شوې، چې په حکومت او نورو برخو کې د ټولګډونه اصل په پام کې ونیسي او ښځو ته دې هم په ټولو برخو کې برابر حقونه او د فعالیت اجازه ورکړي.

همدارنګه پرکړه شوې، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید د دې هېواد کنګل شوې شتمنۍ ژر تر ژره خوشي شي.

دې ټولنې د نړیوالو دیني عالمانو پر یوې ناستې هم ټینګار کړی، چې له افغان چارواکو (اسلامي امارت) سره د ‘اعتدال او زغم ‘ په څېر پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

په دې ناسته کې، چې د ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې او جاپان استازي هم په کې ول؛ ویل شوي، چې له هېواده بهر کنګل شویو زېرمو ته د افغانستان د لاسرسي اجازه به د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره بنسټیز ارزښت ولري؛ خو په دې ناسته کې دا څرګنده نشوه، چې دا صندوق به څومره پیسې ولري او دغه راز یې د اسلامي امارت حکومت ته هم د رسمي پیژندنه نده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې مولوي متقي ویلي؛ پربېړنیو مرستو سربېره، افغانستان د اوږد مهاله اقتصادي ثبات د تضمین لپاره نغدي مرستې ته اړتیا لري، خو ډېر څه به پدې پورې اړه ولري، چې آیا واشنګټن غواړي د مرکزي بانک په زیرمو کې ميلیارډونه ډالر له کنګلتیا وژغوري او لګېدلي بندیزونه لرې کړي، چې ادارې او حکومتونه یې له اسلامي امارت سره له مستقیمې معاملې لرې ساتلي دي.

Trending

Exit mobile version