تازه خبرونه

اسلام آباد د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د درېیمې څلور اړخیزې غونډې کوربه و

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د پاکستان د دويم ځل کوربه توب د غونډې د پرانیستونکې وینا پرمهال هیله وښوده چې د غونډې ګډونوال به د سولې د لارې نقشه وروستۍ کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سولې د لارې د نقشې وروستي کېدل د خبرو اترو د عملي ګامونو له پاره مهم بولي.

 اسلام اباد د افغانستان،پاکستان،چین او امریکا تر منځ د څلور اړخیږې درېیمې غونډې کوربه دی. د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار هیله وښوده چې دوی به په دې غونډه کې د سولې د لارې نقشه وروستۍ کړي.ښاغلي عزیز ټینګار وکړ چې پاکستان د افغانستان د سولې له پاره ژمن دی او په دې هېواد کې به سوله په سیمه کې له امنیت سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چې دوی به په دې برخه کې مهم رول ولري، په نننۍ غونډه کې زه مطمین یم چې د سولې د لارې په رول به خبرې وروستۍ شي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکارسرتاج عزیز وايي: “زه هیله من یم چې د دغې روحیې او ارادې په دوام سره، به دغه ډله دا مهال د پخلاینې د لارې د نقشې د وروستي کېدو پر ژر تصویب تمرکز وکړي او د افغان دولت او طالبانو د استازو تر منځ به د مستقیمو خبرو زمینه د امکان تر حده ژر برابره کړي.”

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سولې د لارې د نقشې وروستي کېدل مهم بولي او هیله لري چې دا طرحه ژر وروستۍ شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي: “ټاکل شوې چې د سولې د خبرو اترو له پاره د لارې نقشه وروستۍ شي. هغه ټینګار ته په پام چې افغان دولت یې د دې بهیر پر چټکتیا لري؛ موږ جدي هیله لرو د لارې دا نقشه به په دې درېیمه څلور اړخیزه غونډه کې وروستۍ شي. دلارې نقشه د سولي خبرو اترو د عملي ګامونو له پاره زمینه جوړوي.”

د مشرانو جرګې دویم مرستیال بیا دسولې خبري اترې مهمې بولي خو د پاکستان په صداقت ټینګار کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر دې هېواد فشار راوړي.

د مشرانو جرګې دویم مرستیالآصف رحیمي وايي:”دا دپاکستان وروستی چانس دی چې باید صادقانه عمل وکړي خو موږ له امریکا او نړیوالې ټولنې غواړو چې پر پاکستان فشار واچوو ترڅو د سولی بهیر عملي کړي.”

 حکومت ته د سولې د خبرو اترو د پیل له پاره د طالبانو یو لړشرطونه داسې دي:

ـ د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه د طالبانو د نومونو ویستل.

ـ د دوی د نیولو او یا له منځه وړلو په اړه د جایزو د وړاندیز حذف.

ـ د ټولو طالب زندانیانو خوشې کېدل.

ـ په سفرونو کې د طالب مشرانو د تګ راتګ د بندیزله منځه وړل.

خو افغان حکومت بیا د سولي د خبرو اترو د پیل له پاره داسې دریځ او شرطونه لري:

ـ د طالبانو له لوري د اساسي قانون منل.

ـ د تېرو څوارلسو کلونو لاسته راوړنو خوندي ساتل.

ـ د دیموکراسۍ له بهیرڅخه ملاتړ.

ـ د یوې مودې له پاره دطالب ډلې نه شي کولای چې په امنیتي ارګانونو کې دنده ترسره کړي.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version