Connect with us

تازه خبرونه

اسلام آباد پر افغان طالبانو د پام وړ اغېز لري- سرتاج عزیز

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-03-03-10h19m20s180د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ومنله، چې اسلام آباد پر افغان طالبانو د پام وړ اغېز لري؛ ځکه، چې مشران یې په پاکستان کې اوسي.

ده وویل، موږ پرطالبانو نفوذ لرو؛ ځکه مشران یې په پاکستان کې دي او له دوی سره طبي مرستې کوو.

د نوموړي په وینا؛ د طالبانو د کورنیو غړي هم په پاکستان کې اوسي. موږ له دې څخه په استفاده کولی شو، چې پر طالبانو فشار راوړو او ورته  دا هم  ویلای شو، چې د سولې خبرو ته حاضر شي.

هغه  په  ډاګه کړه، چې موږ نشو کولای د طالبانو پر ځای له افغان حکومت سره خبرې وکړو؛ ځکه هغه څه ورکولی نه شو، چې افغان حکومت یې ورکولی شي.

سرتاج عزیز دغه خبرې د واشنګتن د بهرنیو اړیکو شورا په څېړنیز انستیتوت کې د خبرو پر مهال کړي دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې اسلام آباد پر افغان طالبانو فشار راوړ، چې د ۲۰۱۵ کال د جولای پر اوومه د افغان حکومت له استازیو سره نیغ په نیغه د اسلام آباد په ناسته کې ګډون وکړي.

ده ویلي، چې پاکستان د فشار د دغو وسیلو په کارولو وکړای شول د طالبانو خوزښتونه محدود کړي.

سرتاج عزیر دا هم په ډاګه وویل، چې غواړو روغتونونو او نورو آسانتیاوو ته د دوی لاسرسی هم محدود شي.

هغه همداراز ویلي؛ طالبانو ته به وویل شي که خبرو ته حاضر نه شي، له پاکستان څخه به وشړل شي.

سرتاج عزیز دا هم ویلي؛ د طالبانو مشران مو پوهولي، چې تاسې ته ۳۵ کاله پناه درکړ شوه، نور وخت نه درکوو، ځکه نړۍ مو نور ملامتوي.

دغه خبرې په داسې حال کې راپورته شوي، چې  ټاکل شوې د مارچ پر اوومه په اسلام آباد کې د سولې د څلور اړخیزو خبرو د غزولو یوه بله نوې ناسته هم جوړه شي.

Advertisement

تازه خبرونه

په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.

د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.

حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.

د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې  میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.

د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعا، چې په پاکستان کې پر چینايي اتباعو وروستی برید د افغانستان له خاورې پلان شوی و، له حقیقته لرې بولي او پر کلکه یې ردوي.

عنایت الله خوارزمي وایي، چې داعش له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته را اوښتي او موخې یې له هغه ځایه تنظیم شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان باید دغو کړنو ته پخپله ځواب ورکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، د خيبر پښتونخوا په يوه سيمه کې، چې د پاکستان د پوځ تر امنيتي پوښښ لاندې ده؛ د چينايي وګړو وژل کېدل د امنیتي بنسټونو خپله کمزوري ده او یا هم له بریدګرو د دوی د همکارۍ ښکارندویي کوي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت په دې اړه چین ته ډاډ ورکړی او دوی هم په دې خبره پوه شوي، چې افغانان په داسې مسایلو کې ښکېل ندي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!